ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۸-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
له هر څه مخکښې به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راواخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د تهران د جمعې د نمانځۀ د خطيب له قوله وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر او حکومتي چارواکي د عوامو د مشکلاتو د هواري په فکر کښې دي او ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي خپله د هېواد د مختلفو صوبو په سفرونو بوخت دے او نزدې څخه د عوامو له مشکلاتو ځان خبروي او د هغوي د هواري لپاره هلې ځلې کوي چې دا چاره د ستائنې او قدرونې وړ ده.
حجت الاسلام والمسلمين کاظم صديقي د خپلې خطبې په دوام کښې زياته کړه د افغانستان او عراق مشکلات د اسلامي نړۍ دوه مهمې مسئلې دي چې ورته پاملرنه پکار ده.
هغۀ پخپلو خطبو کښې د اسلامي نړۍ نننیو دوو موضوعګانو ،یعني دعراق او افغانستان موضوعګانو ته په اشارې سره ووئیل ، مستکبرانو د اسلامی ټولنې دګډوډولو لپاره ملاتړلې ده .
هغه دعراق بدلونونو ته په اشارې سره زیاته کړه دعراق له قضائيه قوې په جدي توګه غواړو ، د ډزو دنتیجو موضوع تعقیب کړي .د لومړي وزیر پر کور او شنې سیمې باندې د ډرونز حمله او بمي چاودنې مشکوکې دي ،نو ځکه دا مسئله دهغو موضوعګانو برخې دي چې هیله ده ، دانتخاباتو موضوع چې که حل نشي ، نو دعراق عمومي اعتماد نه تثبیږي . د قانون په لاره کې کیني او دغه مشکل حل کړي .
حجةالاسلام صدیقي یو بل مشکل چې داسلام یوه مهمه مسئله ده ، دافغانستان موضوع وبلله او ورښانه ئې کړه ، امریکه په افغانستان کښې د لانجو او مشکلاتو له رامنځته کولوو وروسته وتښتیده ، دلته ئې داعش ترهه ګره ډله د خپل جانشین په توګه پرېښوده او د مذهبونو ،قومونو اوملیّتونو ترمینځ يې اختلافات رامینځةکول دخپلو پروګرامونو په سر کې راوستي دي . هغه د افغان ولس د مشکلاتو د هواري لپاره د اسلامي نړۍ په هلوځلو تاکيدوکړ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل؛ د ايران د اسلامي جمهوري خارجه وزير دمشق ته د اماراتو د خارجه وزير سفر يو مثبت ګام وبلۀ.
حسېن امير عبداللهيان د اماراتو له خارجه وزير شېخ عبدا... بن زايد سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې د دمشق په شمول سيمې ته د هغۀ سفر يو مثبت ګام وبلۀ.
هغه همدارنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اجرائي مشکلاتو هوارے د تجارتي تعلقاتو د اسانتيا او پراختيا سبب وبلۀ او هيله يې څرګنده کړه چې د دواړو حکومتونو په ملګرتيا سره به ايران او امارات هغه مشکلات چې په مالي مبادلاتو کښې رامنځته شوي دي په خپلو کښې د تعلقاتو او د نړيوالو حقوقو په سيوري کښې هوار شي.
د اماراتو خارجه وزير هم په دغو خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو د تجارتي تبادلاتو لپاره موجوده مشکلات د دواړو هېوادونو د کارپېژاندو له لاري د څېړنې په حال کښې دي او د مشکلاتو د هوارولو لپاره کوششونه دوام لري.
-------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د ايران خارجه وزير د سياسي چارو د مرستيال له قوله وليکل: د افغانستان بحران او له زيات نه زيات دباو په سيمه کښې د امريکې د سياست د ماتې نمونه ده.
د خبر له مخې علي باقري کني چې لندن ته يې سفر کړے دے دا خبره د ايران له نظره د افغانستان د حالاتو په باره کښې د سي اېن اېن د مجري د پوښتنې په ځواب کښې وکړه.
هغه زياته کړه هم هغه ډول چې د امريکې له زيات نه زيات دباو سياست ماتې اوخوړه، په افغانستان کښې هم د امريکې څرګند او سټراټيجک سياست ؤ چې له ماتې سره مخامخ شو.
ورځپاڼې په يو بل خبر د لبنان د حزب ا... د مشر له قوله وليکل: سوريې ته د اماراتو د خارجه وزير سفر د سوريې په خلاف د اعرابو د دسيسې د ماتې اعلان دے.
سيدحسن نصرالله د شهيد د ورځې په مناسبت په خپله وېنا کښې دغه ورځ صهيونېسټ دښمن ته د لبنان د مقاومت ترټولو لوے ګوزار وبلۀ او دې ته په اشارې سره چې شهيدانو په سيمه کښې د امريکې د ترهه ګرۍ په ماتې کښې يې رول لرلے او حزب الله په دې جنګ کښې بريالې شو وويل، په تېرو ورځو او هفتوکښې د سوريې له ولسمشر بشار اسد سره د عربو مشرانو د تماس په اړه خبرونه خپارۀ شول چې دا د عربو هېوادونو لخوا د سوريې د کاميابۍ د منلو په معنا دي او د هغې پروژې په ماتې باندې چې عربو هېوادونو ورباندې په سلګونو ميليارډ ډالر ولګول د عربو اعتراف دے.
---------
اوس به د پاکستان له چاپ ورځپاڼو څخه مشرق ورځپاڼه راواخلو چې په خپله يوې غټې سرخۍ کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزير ملا امير خان متقي کتنې په اړه ليکلي دي عمران خان په دغه کتنه کښې وويل: له هند نه افغانستان ته د غنمو د لېږلو د پاکستان لخوا د اسانتيا ورکولو په اړه به غور وکړوو.
هغۀ زیاته کړه د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د پاکستان د طالبانو او حکومت ترمېنځ د روغې جوړې او ډزبندۍ په اړه د مېنځګړتياچارې په غاړه اخېستې دي.
د ورځپاڼې له اميرخان متفي په دغه کتنه کښې د پاکستان وزيراعظم ته اطمينان ورکړ چې د افغانستان په خاوره کښې اوس د پاکستان هيڅ يو مخالف شتون نه لري.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان د مخالفو ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په کتنه کښې په پارلېمان کښې د عمران د حکومت په راپرزولو اتفاق وکړ.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په افغانستان کښې له امريکې سره اړوند سفارتي چارې د قطر سفارت ته وسپارلې شوې. او په کابل کښې د قطر په سفارتخانه کښې د امريکې د سفارتي چارو په اړه يوه شعبه پرانېستل شوه.
او د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې بيا د افغان سرچينو له قوله وليکل: به ننګرهار کښې په جومات کښې د جُمعې د نمانځه په دروان کښې ترهه ګريزه چاودنه رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه درې تنه نمونځګزاري شهیدان شول او پينځلس نور ژوبل شول، په ژوبلو کښې د جُمعې د نمانځه امام هم شامل دے.
د ورځپاڼې له مخې په افغانستان کښې حکومت باندې د طالبانو له مسلط کېدو وروسته دا په جوماتونو کښې څلورمه چاودنه ده چې پکښې بې ګناه نمونځګزاري قتل عام کيږي.
--------
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه راواخلو چې د افغانستان د طالب ډلې د موقته حکومت د سرپرست خارجه وزير له قوله وليکل: داسې پوځ به جوړ کړو چې وفادار او هېواد پالنې ته ژمنتیا ولري
امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي. متقي دا څرګندونې پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړي دي. هغه ویلي، کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته. سره له دې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو متقي وویل هیواد وړوکي پوځ ته اړتیا لري او د هغه په قول د داسې کسانو نه باید جوړ وي چې وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري.
نوموړي په خپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړیدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي. متقي همدارنګه ادعا وکړه چې اوسنۍ کابینه یې ټولشموله ده او د افغانستان د مختلفو پرګنو غړي پکې برخه لري خو وایي چې نړیواله ټولنه کوښښ کوي طالبان مجبور کړي چې سیاسي مخالفینو ته په کابینې کې ځای ورکړي. متقي وویل چې دا په بل ځای کې ممعول نه دی.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: افغان او پاکستاني لوري په سوداګرۍ او دوه اړخیزو تعلقاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان وزاعظم عمران خان د طالب د موقته حکومتد بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاکستان له لارې د هندوستان د مرسته شويو غنمو د انتقال په برخه کښې د همکارۍ ډاډ ورکړے. مجاهد زياتوي، چې متقي له عمران خان څخه وغوښتل چې د تورخم او چمن دروازو او افغان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو څخه ترانزيټ کې عملي اسانتياوې راولي. نوموړے وايي، عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ترانزيټ کې به د پام وړ اسانتيا راشي. د مجاهد د معلوماتو له مخې، همدا ډول عمران خان ژمنه وکړه چې د واګه بندر له لاری به د هند هېواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي. ويل شوي، چې د ویزو په برخه کې به هم پاکستان اسانتیاوې راولي، په نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د زمينې په برابرولوسره مرسته وکړي.
--------