امریکا د سایبري بریدونو له ویري اسرائیل څخه مرسته غوښتې ده
Nov 15, 2021 13:00 Asia/Kabul
واشنګټن د امریکې په مهمو تاسیساتو او بیخ بناوو باندې د سایبري بریدونو د دوام له ویري د صهیونیستي رژیم څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.
په داسی حال کې چي اسرائیل خپله د سایبری ګواښونو سره په مقابله کې ناکامه پاتي شوې د امریکې د خزانه داری وزارت اعلان وکړ چي د سایبري بریدونو او ایڼټرنیټي باج اخیستنې سره د مقابلې لپاره به له صهیونیستي رژیم سره همکاري وکړي.
د امریکې د خزانې د وزارت د بیانیې له مخې، واشنګټن او اسرائیل به له بېخ بناو او مهمو تاسیساتو څخه د ساتنې په موخه یوه ګډ یرغلیز سایبري ځواک رامینځ ته کړي.
دواړو لورو په داسي حال کې د همکاری خبر ورکوي چي هم امریکا او اسرائیل د سایبري بریدونو سره په مقابله کې پس پاتي شوي دي.
ټیګونه