امریکا بیا هم د ایران پرضد نور بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108536-امریکا_بیا_هم_د_ایران_پرضد_نور_بندیزونه_ولګول
فارس خبري اژانس وايي د امریکا خزانې وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د ایران د یوې (۱)ادارې او د شپږو (۱) کسانو نومونه یې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اغیز شیندلو لپاره د هڅې په پلمه د بندیزونو په فهرست کښې شامل کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2021 02:23 Asia/Kabul
  • امریکا بیا هم د ایران پرضد نور بندیزونه ولګول

فارس خبري اژانس وايي د امریکا خزانې وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د ایران د یوې (۱)ادارې او د شپږو (۱) کسانو نومونه یې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اغیز شیندلو لپاره د هڅې په پلمه د بندیزونو په فهرست کښې شامل کړي دي .

د امریکا خزانې وزارت بیګا په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د دغه ادارې د مالیاتو د کنټرول دفتر د ایران د یوې(۱) ادارې او د شپږو (۶) کسانو نومونه د هغه څه په دلیل چې د امریکا د تیر میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو باندې د اغیز د شیندلو لپاره هڅه بلل شوي ده  د بایکاټونو په لیسټ کښې ورشامل کړي دي .

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې  د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې په یوه (۱) راپور کښې ورته ادعا کړي وه او د ایران د روسیې او د چین حکومتونه یې په ټول ټاکنو کښې د لاسوهنې لپاره په هڅې تورن کړي وو .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د لاسوهنې په پلمه د ایران د ادارو او د کسانو بایکاټ کول په داسې حال کښې دي چې اوسنی ولسمشر جوبایډن ادعا کوي نیت لري اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنولو لپاره د ډيپلوماسۍ لاره غوره کړي .

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د زیات دباو سیاست چې پخواني حکومت د ایران پرضد وکاروه په ماتي خوړلو اعتراف کړی خو اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره یې د ضروري اقداماتو له ترسره کولو ډډه کړي ده .

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وخت د بایکاټونو په ساتلو د اوسني ولسمشر جوبایډن ټینګار چې د ویانا د خبرو اترو په تیرو پړاونو کښې چې اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا په هدف سره ترسره کیږي د اختلاف یو(۱) ترټولو مهم چورلیز دی .