د ترکیې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې خلکو بیګا د اقتصادي حالاتو په خرابیدا او د هیواد د لیرا ( lira)کرنسۍ د ارزښت په کمیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د ترکیې په استانبول او انکارا ښارونو کښې خلکو واټونو ته په راوتلو سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د واکمن ګوند پرضد شعارونه ورکړل .
د ترکیې خلکو په دغو مظاهرو کښې شعارونه ورکول چې د عدالت او پراختیا واکمن ګوندې دې استعفا ورکړي او ولسمشر رجب طیب اردوغان دې له قدرت څخه څنګ ته شي .
په تیرې جمعې ورځ هم د ترکیې د «ازمیر» په زرګونو خلکو د ګرانۍ د انفلاسیون او د ملي کرنسۍ لیرا ( lira)د ارزښت په کمیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې کړي وې .
په تیرو څو ورځو کښې د ترکیې ملي کرنسۍ په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلي ده .
د روان میلادي کال له پیل راهسې تراوسه د امریکا د ډالر په مقابل کښې د ترکیې ملي کرنسۍ لیرا څه د پاسه پینځه دیرش (۳۵) فیصده غورځیدلي ده .