د اسرائیلو اصلي هدف په سیمې کې د شخړو زیاتول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178418-د_اسرائیلو_اصلي_هدف_په_سیمې_کې_د_شخړو_زیاتول_دي
پارس‌ټوډي ـ د ترکیې د پارلمان مشر وویل چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو رامنځته کول دي، څو هغوی له یو بل سره په جنګ اخته شي.
(last modified 2026-09-20T07:50:57+00:00 )
Sep 20, 2026 12:16 Asia/Kabul
  • د ترکیې د پارلمان مشر نعمان کورتولموش
    د ترکیې د پارلمان مشر نعمان کورتولموش

پارس‌ټوډي ـ د ترکیې د پارلمان مشر وویل چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو رامنځته کول دي، څو هغوی له یو بل سره په جنګ اخته شي.

د ایرنا په حواله پارس‌تودي  راپور  ورکړی، د ترکیې د پارلمان رئیس نعمان کورتولموش د ترکیې په قرشهیر ولایت کې د مدني ټولنو له استازو او د افکارو له مشرانو سره په لیدنې کې، دې ته په اشارې سره چې اسرائیلو په وروستیو کلونو کې پر فلسطین، په تیره بیا  غزې او لویدیځې غاړې، او همدارنګه پر ایران، عراق، سورئې، لبنان، یمن او قطر بریدونه کړي، څرګنده کړه: روانو شخړو سیمې د اور په ډګر بدله کړې ده.

د ترکیې د پارلمان مشر، دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمینځ د فتنې او شخړو لمسون دی، ټینګار وکړ چې ترهګریز تنظیمونه د امپریالیستي هېوادونو، په ځانګړي ډول اسرائیلو، له مهمو کارول کېدونکو وسیلو څخه دي

هغه په پای کې زیاته کړه چې د اسرائیلو د ګواښونو پر وړاندې د سیمې د خلکو یوازینی قدرت  وحدت او پیوستون دی.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې اسرائیلو پر فلسطین، په ځانګړي ډول غزې او لویدیځې غاړې، او همدارنګه پر ایران، عراق، سوریې، لبنان، یمن او قطر بریدونه کړي دي او روانو شخړو سیمه د اور په ډګر بدله کړې ده.

د ترکیې د پارلمان مشر، د دې خبرې په تکرار سره چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمنځ د فتنې او شخړو راپارول دي، ټینګار وکړ چې ترهګریز اورګانونه  د امپریالیستي هېوادونو، په ځانګړي ډول اسرائیلو، له مهمو کارول کېدونکو وسایلو څخه دي.

هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو د ګواښونو پر وړاندې د سیمې د خلکو یوازینی قدرت  وحدت او پیوستون دی.