امریکا د ایران پرضد نور بایکاټونه اعمال کړل
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران په اتو (۸) کسانو او څلورو (۴) ارګانونو بندیز ولګاوه .
د امریکا خزانې وزارت په خندا وړ ادعا کښې د ایران دغه اته (۸) کسان او څلور (۴) ارګانونه د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړي دي .
د امریکا خزانې وزارت دغه راز د سوریې څو چارواکي او د یوګینډا هیوا یو(۱) چارواکی هم د بندیزونو په فهرست کښې شامل کړ .
د امریکا له نظره بشري حقوق تل د سلطې د نظام د مخالفو او د خپلواکه هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو او د نفوذ لپاره یو ډول په نرم قدرت بدل شوي دي .
د ایران پرضد د امریکا نوي بندیزونه په داسې حال کښې اعمال شوي دي چې د ولسمشر جوبایډن حکومت ادعا کوي نیت لري په ویانا کښې د روانو خبرو له لارې اټومي موافقې ته د واشنګټن د بیرته ستنولو لپاره ضروري زمینه برابره کړي .
د ایران اسلامي جمهوریت د مسولیت منونکي هیواد په توګه ویلي دي دې ته په پام سره چې دا امریکا وه چې د اټومي تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او دا واشنګټن دی چې باید د بایکاټونو په ختمولو سره دغه تړون ته بیرته ستون شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو حقیقت دې معلوم کړې شي .