ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۹-۰۰
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109636-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۲_۹_۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 13, 2021 14:10 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۲-۹-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د نرسانو او سلامتيا د مدافعاتو د شهيدانو د کورنيو په کتنه کښې د معظم رهبر بيانات راخېستې دي چې په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلوو. د ورځپاڼې له قوله د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي وفرمايل: بايد اجازه ورنکړوو چې دښمن د ظالم او مظلوم موقعيت بدل کړي.

معظم رهبر په دغه کتنه کښې د حضرت زینب سلام الله علیها کردار او ګفتار د ښځو د عظمت ، د روحي ، معنوي عقلاني قوت او ځلا نښه وبلله .

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سيد علي خامنه اي د ټولنې د واقعیتونو ، د انقلاب د تاریخ ، د سپيڅلي دفاع او د تیرو دوه څلویښتو کلونو بیلابیلو پیښو په حقیقي ډول د بیانولو د ضرورت په اړه تاکيد وکړ که چرې داسې ونۀ شي چې په ډیرو موردونو کښې نه دي شوي دښمن په عمومي افکارو کښې له دروغو او تحریف څخه ډک روایتونه بیانوي او د ظالم او د مظلوم د ځاې په بدلولو سره خپل پرله پسې ظالمانه اقدامات توجیهوي .

دوي د روایت او د بیان جهاد د حضرت زینب سلام الله علیها د ژور تدبیر او د پوهې نور اړخونه وګڼل او زیاته یې کړه هغې سترې میرمنې د کربلا په حقیقي  موثره او تل پاتې  روایت سره فرصت ورنکړ چې د دښمن روایت او خبرې په حقیقت غلبه وکړي .

-------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ويانا د خبرو اترو په اړه د ايراني مذاکراتي ټيم لوړ رتبه خبرې اترې کؤنکي علي باقري له قوله وليکل: په ويانا کښې موافقې ته خوشبينه يوو هغۀ وويل، په ويانا کښې له څلور جمع يو ډلې سره د ايران د د خبرو اترو داخلي فضاء جدی ده او ايران دغو خبرو اترو ته په ډکو منګولو سره راغلے دے. هغه وويل دغه موافقه د دواړو لورو د قبول وړ ده او د دغو خبرو اترو يوه مهمه مسئله دا ده چې داسې حالات رامنځته کړې شي  چې امريکه چې له برجام اېټمي موافقې وتلې ده او غواړي ورته راستنه شي، له دغې موافقې سره د امريکې  يوځاے کېدو لپاره بيا ضروري زمينې برابرې کړې شي. نو په دې وجه موافقې ته بې پامه نه شوو کېدې.

باقري په عېن حال کښې وويل: ځینې لوبغاړي چی یوازې ژوند یې په تاوتریجنو او تخریبي اقداماتو کښې دے ، جدی هڅه کوي چې له خبرو اترو له کوټې بهر ویجاړونکي اقدامات ترسره کړي چی د مزاکراتو په بهیر کې منفي تاثير وکړي او هم په هغه تعامل سره چی د خبرواترو د ډګر له ځینو لوبغاړو سره تعلق لري ، کوشش کوي د مزاکراتو فضا غیر رغانده او تخریبی کړي .

ورځپاڼې همدارنګ د ويانا په خبرو اترو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د صلاحکار له قوله وليکل: وړومبے پکار دي واشنګټن د تهران په خلاف ظالمانه او يو اړخيز بنديزونه ختم کړي.

محمد مرندي وویل: که واشنګټن او اروپا د ایران د بندیزونو له ختمیدو سره موافقه وکړي نو تهران به هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن دې اول د ایران خلاف لګولي بندیزونه اوچت کړي نو بیا به موافقې ته ورسیږو.

د ویانا په مذاکراتو کښې د ایراني پلاوي صلاحکار هم دا شان وویل: د ویانا د مذکراتو په لړ کښې تراوسه قضاوت نه شوو کولې خو ځینې مثبتې نښې په کښې لیدل شوې دي.

-------------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ته لاس کړوو چې د پاکستان د اطلاع رسونې د وزير له قوله وليکل: که پاکستان تحريک طالبان د قانون په چوکاټ کښې چلند ونه کړ نو په خلاف به يې مبارزه وکړووڅنګه چې مو ورسره مخکې مبارزه کوله. فواد چودري  زیاته کړه د پېښور په آرمي پبلک سکول باندې حمله کؤنکي د دغې ډلې ټولو ذمه وار کسان جهنم ته لېږل شوي دي. هغه وويل چې له دغې ډلې سره د حکومت خبرې لا دوام لري او غواړي چې دغه ډله د قانون دائرې ته داخله کړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان په خېبر پښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو دويمه مرحله کېدې شي وځنډول شي.

ورځپاڼې د انتخاباتو دکمېشن په حوالې سره وليکل، د بلدياتي انتخاباتو وړومبنۍ مرحله به د دسمبر په نولسمه نېټه ترسره شي او د دويمې مرحلې لپاره د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ شپاړسمه نېټه مقرر شوې ده چې د وخت  دغه فاصله د دويمې مرحلې لپاره کمه چې امکان لري چې د دويمې مرحلې بلدياتي انتخاباتو نېټه وځنډيږي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په پېښور کښې له پوليسو سره په وسله ايزو مقابله کښې د افغانستان دوه ترهه ګر ووژل شول.

په خبر کښې ويل شوي دي. دغه دوه کسان چې شيرزۍ او شيرکۍ نومېدل د ديالسو کسانو په قتل، له پوليسو سره د وسله ايزو مقابلو او له خلقو نه د کلنګ اخېستلو په تور تورن وو چې د پېښور په ناصر باغ سيمه کښې له پوليسو سره د ډزو په تبادله کښې ووژل شول.

----------

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه رااخلوو چې په خپله انټرنټي پاڼه کښې يې ليکلي دي: قطر په افغانستان کې پانګونه ارزوي.

ورځپاڼې دوحه نيوز په حوالې سره وليکل؛ چې قطري حکومت غواړي په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو ښايي دغه چاره د برېښنا په برخه کې له پانګونې پیل کړي.

ورځپاڼې د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي چې په نږدې راتلونکې د قطر یو پلاوے افغانستان ته راځي او دا ارزوي چې دوي له اوبو د برېښنا د تولید په برخه کې څه ډول پانګونه کولې شي.

سرچینه وایي چې قطري پلاوی به همدا راز په افغانستان کې په نورو برخو کې هم د پانګونې څرنګوالی و ارزوي. داسې مهال د برېښنا په برخه کې د دوحې له لوري د پانګونې خبر ورکول کېږي چې د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه برېښنا وارداتي ده او تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینېږي.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي:  ازبکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړے دے چې د ساړه ژمي تر را رسېدو مخکې دي له افغانستان سره اړینه بشري مرسته وکړي. هغه په پلازمېنه تاشکند کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره نړۍ ته په کار ده چې د ژمنو پر ځاے عمل وکړي او د دغه جنګ ځپلي هېواد لاسنیوي دې ته راودانګي. هغه څرګنده کړې ده چې افغانستان اوس تر بل هر وخت ډېر د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍ هم نباید تر دې ډېر د دغه هېواد وګړي ناهیلي کړي.

د ورخپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي.

د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې پرلپسې په دویمه ورځ وسله والو د پولیو څاڅکو د ورکوونکو پر ډله برید کړے دے چې په نتيجه کې یې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. سیمه ییزو پولیسو رسنیو ته د یادې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د ټانک په شاده ګره نومې سیمه کې شوې ده. چارواکو ویلي چې تر پېښې وروسته نور پولیس سیمې ته رسېدلي دي خو تر اوسه پورې یې د برید په تړاو څوک نیولي نه دي. د برید ذمه واري هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پرونۍ حملې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې وه.

---------

ګارډین ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي، ممکن د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له هغه پلانه لاس په سر شي چې غواړي له خطر سره مخامخ یو شمېر نور افغانان له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼې لیکلي، د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې پریتي پتیل دا پلان اول ښه عام شو، خو اوس د مالي سرچینو له کمښت سره مخامخ دی.

ګارډین د بریتانیا د يوه پخواني لوړپوړي ډيپلومات په حواله لیکلي، دغه هېواد نیت لري چې دغه پلان له عملي کولو مخکې مړاوی کړي.

د ګارډين په لیکنه په بریتانیا کې له خطر سره د مخ افغانانو د مېشتېدو پلان په تېره اګسټ میاشت کې په ډېر شور او زوږ مطرح شو، خو د څلورو میاشتو په تېرېدو لا پیل شوی نه‌دی.ورځپاڼې د بریتانیا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله لیکلي، دا پلان ځکه ځنډېدلی دی چې په کافي اندازه‌یې ملاتړ ونه‌شو.

-------