د حضرت فاطمه الزهرا(س)د شهادت تسلیت ومنئ
حضرت بی بی فاطمه الزهرا س له ماشومتوبه د نبی مکرم ص تر لارښونو لاندې له لوړو الهی معارفو سره بلده شوه . بی بی فاطمه الزهرا س د خدای تعالی د درګاه له خواصو وه او د الهی علومو له سرچینې یې ډیره ګټه پورته کړه .
نن د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د جمادی الاول ۱۳ چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د دسمبر له ۱۸ سره سمون خوري ، د یوه روایت په اساس د اسلام د ګران پیغمبر (ص ) لوراو امام علی (ع ) د ګرانې میرمنې حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) د شهادت ورځ ده .
د اهل بیتو میناوال په جوماتونو ، امام بارګاو ، مذهبی ځایونو په تیره بیا په مشهدمقدس کې د امام رضا (ع ) او په قم کې د حضرت بی بی معصومه (س) په سپیڅلیو حرمونوکې د نبی مکرم د ګرانې لور د مظلومانه شهادت د ویر دستورې ترسره کوي خو سږکال د کرونا ویروس په دلیل دغه دستورې په مجازی توګه ترسره کیږي .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د بعثت د پینځم کال د جمادی الثانی په ۲۰ په مکې مکرمې کې دنیا ته سترګې رڼې کړې .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا س له ماشومتوبه د نبی مکرم ص تر لارښونو لاندې له لوړو الهی معارفو سره بلده شوه . بی بی فاطمه الزهرا س د خدای تعالی د درګاه له خواصو وه او د الهی علومو له سرچینې یې ډیره ګټه پورته کړه .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا س په خپل ټول ژوند کې سخاوت ، ایثار ، بخښل ، صبر ، قناعت ، د پالونکی عبادت او له کمزورو سره مرسته په بهترین شکل وکړه او د حضرت امام حسن مجتبی ع او حضرت امام حسین ع په شان تاریخ جوړونکی او ستر انسانان په خپله لمنه کې وروزل .
حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) له اتلس کاله ژوند وروسته د ۱۱ هجری قمری کال د جمادی اول په ۱۳ او د یوه روایت په اساس د جمادی الثانی په دریمه شهیده شوه .
د تهران راډیو او ټیلی ویژن اداره د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو مینه والو ته تسلیت وړاندی کوی .