د امریکا ځوان څلور اینچه خوله وازولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109906-د_امریکا_ځوان_څلور_اینچه_خوله_وازولی_شي
زمونږ خبریال وايي د امریکا په مینیسوټا ایالت کښې یوه (۱) ځوان ایزک جانسن د زیاتې خولې په وازولو او خلاصولوسره نړیوال ریکارډ جوړ کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 10:01 Asia/Kabul
  • د امریکا ځوان څلور اینچه خوله وازولی شي

زمونږ خبریال وايي د امریکا په مینیسوټا ایالت کښې یوه (۱) ځوان ایزک جانسن د زیاتې خولې په وازولو او خلاصولوسره نړیوال ریکارډ جوړ کړ .

د ګینزبک اف ورلډ ریکارډ د چارواکو د وینا پراساس د امریکا دغه ځوان چې کله خوله وازوي نو د هغه د خولۍ د لاندې او د بره برخې ترمینځ څلور (۴) اینچه واټن وي .

د امریکا د مینیسوټا ایالت دغه ځوا ایزک جانسن  مخکې په ۲۰۱۹ میلادي کال کښې هغه وخت یو(۱) ریکارډ جوړ کړی و چې کله هغه یوازې څوارلس () کلن و او د هغه د خولۍ د بره او د لاندې برخې ترمینځ واټن درې(۳) اعشاریه اوه شپيته(۶۷) اینچه و .

څو میاشتې مخکې دغه ریکارډ د امریکا د پنسلوانیه ایالت یوه(۱) بل ځوان مات کړی و خو اوس له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې ایزک جانسن تر څلورو(۴) اینچو پورې د خپلې خولې په وازولوسره دغه ریکارډ په خپل نوم کړی دی .