تاریخ پاڼه شماره ۵۶
https://parstoday.ir/ps/news/world-i11011-تاریخ_پاڼه_شماره_۵۶
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د مئی له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2016 11:33 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره ۵۶

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د مئی له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نن د ثور یا غوایی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه د ایران د ستر حماسه ویونکی شاعر حکیم ابو القاسم فردوسی د درنښت ورځ ده.

هغه په درې سوه نولسم یا درې سوه شلم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ توس ښار کښې وزیږید. د فردوسی نړیوال شهرت د هغه د شاهنامه نومی کتاب له امله دی چې هغه یې لیکنه د ځوانۍ له وخته پیل کړې وه او د خپل عمر تر پایه ېې په ځلونو هغه وڅیړه، غور یې پرې وکړ او لا ډیر یې بډای کړ. (شاهنامه) د ایران د ملت او هیواد زر کلن میراث، خزانه، د کلتور دایرة المعارف او تاریخ دی.

فردوسی د دغه کتاب د تدوین لپاره له بیلابیلو مکتوبو او غیر مکتوبو سر چینو ګټه واخیسته. د فردوسی د شاهنامې اصلی موضوع د ایران برخلیک او د اسلام تر منلو وړاندې د دې هیواد د ژوند لوړې ژورې دی.

هماغه ډول چې فردوسی وایی، د شاهنامې لیکنې دیرش کاله وخت ونیوه.

شاهنامه تر اوسه د نړۍ په بیلابیلو ژبو ژباړل شوې ده .

««««««««««««

۲۲۰کاله پخواد ۱۷۹۶کال دمئ په څوارلسمه نیټه

دنړۍ دچیچک یا کوی ناروغۍ لومړنی واکسنیشن په انګلستان کې ترسره شو .. که څه هم نن سبا په تیره بیا په پرمختللو هیوادونو کې دچیچک ناروغی ډیره کمه لیدل کیږی خو تر اتلسمې پیړئ پورې ددغې ناروغۍ خوریدا ډیره زیاته وه او ډیرې زیاتې مرګ ژوبلې ئې هم درلودې. په ۱۷۱۷کال کې یوه انګریزه متوجه شوه چې دختیځې اروپا په ځینو سیمو کې دهغو اوبو یوه زهرجنه ماده چې تڼاکو راوځی ، په چیچک ناروغۍ دنورو دککړیدا دمخنیوی لپاره ترې استفاه کیږی . هغې په دې چارې له پوهیدا او په دې زمینې کې له څیړنو وروسته دغه روده په انګلستان کې دود کړه چې دچیچک دناروغانو دمرګ ژوبلو دکمیدا لامل شوه . له بلې خوا داموضوع په انګلستان کې مطرح وه چې دغه زهرجنه اوبه او په حقیقت کې په غواګانو کې دچیچک دناروغۍ په تڼاکو کې دغه موجوده زهرجنه اوبه، د چیچګ ناروغۍ په وړاندې د انسان ساتنه کوی .په نهایت کې د ۱۷۹۶کال دمئ په څوارلسمه نیټه د انګلستان یوه ډاکټر ایډورډ جنر داموضوع عملی کړه او په یوه ماشوم باندې په آزموینې سره ئې دا احتمال ثابت کړائ شو چې دغواګانو د ویروس پیچکاری،د چیچک د ناروغۍ دمخه نیولو لامل کیږی . دا مطلب که څه هم له عمومی مخالفتونو سره مخ شو ،خو ډیر زر درستې نړۍ کې ومنل شو .

««««««««««««

۱۴۹ کاله وړاندې د ۱۸۶۷ میلادی کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه، فرانسوی پوه او ختیځ پېژاندی، جوزف رینو، په ۷۴ کلنۍ کې وفات شو.

هغه په ۱۷۹۵ میلادی کال کې وزږید او له ختیځو ژبو سره د مینې له امله یې په دې برخه کې تحصیل ته مخه کړه او په عربی ژبه او ادبیاتو کې یې وړتیا او مهارت پیدا کړ.

رینو له یوڅه وخت وروسته، په همدې برخه کې په پوهنتون کې تدریس ته مخه کړه او ددې کار په څنګ کې انځورګرۍ ته هم مخه کړه.

ترټولو مهم کتاب چې په فرانسه کې د مسلمانانو د تاریخ په برخه کې لیکل شوی، ددې فرانسوی ختیځ پېژاندې اثر دی چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړۍ نیمایی کې چاپ شوی دی.

د رینو ترټولو مهم تالیف شوی آثاروڅخه (( د عربو فتح))،(( اسلام او مسلمانان)) کتابونو ته اشاره کولای شوو.

««««««««««««

۶۸کاله مخکې د ۱۹۴۸کال دمئ په څوارلسمه نیټه

د اسرئیلو جعلی رژیم دفلسطنیانو له عامې وژلې وروسته موجودیَت اعلان کړ . په لومړنی نړیوال جنګ کې دعثمانی حکومت له ماتې وروسته انګریز عسکرو فلسطین ونیوه . پنځه کاله وروسته دانګلستان تر نفوذلاندې دملتونو ټولنې پر فلسطین د دغه هیواد واکمنی یا سرپرستی او په دغه ټاټوبی کې دیوه یهودی حکومت جوړیدا ومنله،له دې وروسته صهونیسټی ادارو دپراختیا غواړو موخو دپوره کیدو لپاره ډیر زیات یهودیان دنړۍ له ګوټ ګوټه په تیره بیا له اروپا فلسطین ته کډوال کړل او له ترهه ګرو عملیاتو سره په یووخت ئې فلسطینیان خپل ټاټوبی پریښودو ته اړکړل . د ۱۹۴۷کال په نومبر کې ملګروملتو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له امله ئې ، په فلسطین کې دوه حکومتونه یعنی دعربانو اویهودیانو حکومتونه تاسیس او بیت المقدس هم یوه نړیواله سیمه پیژندل کیدله ،خو دغه ناعادلانه پریکړه لیک دعربانو له مخالفت سره مخامخ شوه . په عین حال کې انګلستان چې عملا ئې له صهونیسټانو ملاتړ کاوه، اعلان وکړ چې ځواکونه ئې د ۱۹۴۸کال دمئ په پنځلسمه نیټّه له فلسطینه ووځی خو له فلسطینه د انګریز کمیشنر له وتلو څو ساعته مخکې دصهونیسټ غیر قانونی حکومت جوړیدا اعلان شوه.

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش