د ویانا په خبرو کښې پرمختګ شوی دی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د ایران او د څلور(۴) جمع یوې ډلې د هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو له اتم (۸) پړاو سره په یووخت اعتراف وکړ چې په تیرو اونیو کښې په مذاکراتو کښې ښه پرمختګونه شوي دي .
هغه د خبرواترو په میز کښې په ایران د دباو لپاره د تاکتیکونو د کارولو او د فضا جوړولو په دوام کښې ادعا وکړه ایران په ترټولو ښه حالت کښې په خبرو کښې ځنډ رامینځته کوي او په عین حال کښې خپل اټومي پروګرام ته چټکتیا ورکوي .
نیډ پرایس دغه راز په لویدیځې اسیا سیمې کښې د صهیونیسټ رژیم اټومي سلاکوټ ته له اشارې پرته د ایران د اټومي پرمختګونو پرضد د واشنګټن د هره ورځې تورونه تکرار کړل خو په عین حال کښې یې وویل د خبرو اترو په وروستي پړاو کښې لږشان پرمختګ ترلاسه شوی دی خو اوس ډیر وخت دی چې ووایو چې دغه پرمختګ تر کومه حده اساسي او محتوايي کیدلی شي .
د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس په عین حال کښې ادعا وکړه هر پرمختګ چې په خبرو کښې ترلاسه شوی وي د ایران د اټومي پرمختګونو له ګړندي توب سره په پرتله کښې ډیر سست دی .