له ایران سره د ټرانزیټ د تجارت اسانتیا نوي پړاو ته ورننوځي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د سوداګرۍ وزیر«جام کمال خان» د ایران د اسلامي جمهوریت له لارې د ټرانزیټي ټرانسپورټ لپاره د اسلام اباد د حکومت لخوا د نوي اجنډا د تصویبیدا په اعلانولو سره وویل
د دواړو هیوادونو ترمینځ ټرانزیټي تجارت نوي پړاو ته ورننوتلی دی او هغه د سیمه ئیزو ملګرتیاو د پراختیا سبب ګرځي.
«جام کمال خان» نن په یوې بیانیې کښې وویل چې پاکستان د دوه زره شپږویشتم میلادي کال د حکم په نوم سره د ټرانزیټ نوي اجنډا اعمال کړ چې هدف یې له پاکستان څخه د ټرانزیټ د ټرانسپورټ پراخول دي.
هغه وویل دغه اقدام د سیمې د تجارت له پراختیا سره مرسته کوي او د ټرانزیټ د تجارت په حوزه کښې د پاکستان او د ایران په ملګرتیاو کښې د نوي باب پرانیستل دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان وویل د نوي اجنډا پراساس د کراچۍ، ډ ګوادر بندرونه او د تفتان میرجاوه سرحدي لاره د ټرانزیټ د ټرانسپورټ د لارو په توګه په ګوته شوي دي.