د سیمې د هیوادونو له لارې ترهګر مرکزي اسیا ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110906-د_سیمې_د_هیوادونو_له_لارې_ترهګر_مرکزي_اسیا_ته_ورځي
فارس خبري اژانس وايي د قیرغیزستان لومړي وزیر «عاقل بیک جباراف » د سیمې د هیوادونو د سرحدونو له لارې د ترهګرو د ورتلو په هکله خبرداری ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 07:15 Asia/Kabul
  • د سیمې د هیوادونو له لارې ترهګر مرکزي اسیا ته ورځي

فارس خبري اژانس وايي د قیرغیزستان لومړي وزیر «عاقل بیک جباراف » د سیمې د هیوادونو د سرحدونو له لارې د ترهګرو د ورتلو په هکله خبرداری ورکړی .

جباراف په یوې(۱) وینا کښې د قزاقستان اوسني حالت ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد له غمیزې ډکې وروستې پیښې د دغه چارې ګواښ دي چې ورانکاري کسان د سیمې د هیوادونو له داخلي بهیرونو په استفادې سره د حکومتونو ، د امنیت او د ځمکنۍ بشپړتیا د کمزوري کولو لپاره خپل ترهګر ترکیبي فعالیتونه تعققیبوي او په سیمه کښې د ګډوډۍ ، د جنسي ازادیو او له جنایت ډکه فضا رامینځته کوي .

د قیرغیزستان لومړي ویر عاقل بیک جباراف وویل د بې ثباتۍ او د تاوتریخوالو زیاتیدل کولای شی په قزاقستان کښې د اقتصادي او د ټولنیز حالت د پیچلي کیدا سبب شي او د سیمې په ټولو هیوادونو باندې منفي اغیز وشیندي .

هغه وویل د قیرغیزستان حکومت له لومړیو ورځو راهسې په اندیښنې سره د قزاقستان پیښې تعقیبوي او د ترهګرۍ له ټولو بڼو او شکلونو سره یې مخالفت کړی دی او صمیمانه عادي حالت ته د قزاقستان د حالاتو په چټکۍ سرزه د بیرته ستنیدا او په دغه هیواد کښې د ارامښت او د نظم د ټینګیدا غوښتونکی دی .

د قزاقستان حکومت په مظاهره چیانو کښې د ترهګرو ډلو د نفوذ خبر ورکړی .

لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا چې په قزاقستان کښې چندانې نفوذ نلري داسې ښکاري چې د مظاهره چیانو په لسمولو کښې رول لري او په قزاقستان کښې د رنګي انقلاب د رامینځته کولو په فکر کښې ده .