دغه کشتۍ په هوا کښې الوت کولای شي
Jan 21, 2022 12:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په ایټالیا کښې یوه (۱)داسې کشتۍ جوړیږي چې په هوا کښې به الوت کوي او په اوبو باندې کوزیدلی شي .
دغه کشتۍ به له دوو (۲) کشتیو جوړه وي چې له یوبل سره به اخښل شوي وي .
په دغه کشتۍ کښې به څلور (۴) سترې پنکې نصب وي کوم به چې په کشتۍ کښې له لګیدلیو بیټریو څخه انرژۍ ترلاسه کوي .
دغه راز په کشتۍ کښې لګیدلي بیټرې به د کشتۍ په چت باندې له لګیدلیو سولر پنل(Solar Panel) یعني لمر سترګې څخه چارج کیږي .
په دغه کشتۍ کښې به دوه ویشت (۲۲) کسان کیناستلی او دغه کشتۍ په یوه (۱) ساعت کښې یوسل یولس (۱۱۱) کلومیټره مزل کولای شي .
ټیګونه