بشریّت دې د حضرت فاطمةالزهرا په سلوک عمل اوتوجه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111452-بشریّت_دې_د_حضرت_فاطمةالزهرا_په_سلوک_عمل_اوتوجه_وکړي
د جمادي الثاني  شلمه نیټه ،  دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې   له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .  
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jan 23, 2022 16:20 Asia/Kabul
  • بشریّت دې د حضرت فاطمةالزهرا په سلوک عمل اوتوجه وکړي

د جمادي الثاني  شلمه نیټه ،  دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې   له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .  

 زمونږخبریال راپورر اکړ ، دایران داسلامی جمهوریت ولمسشر ابراهیم ریئسي  نن  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې  او د مور او میرمنې  د ورځې په مناسبت  د عقلمنې  میرمنې نومې سیمنار کې  پخپلې  وینا کې ووئيل  د حضرت فاطمةالزهرا  ملکوتي مقام او صفتونه ډير لوړ مفاهیم لري .

 داسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې   دمیرمنې مقام حقیقي احترام او داسلامی هویّت  ته پام  د میرمنو اصلی موضوع ده ټينګار وکړ ،  د انسان لوړو کمالاتو ته په  رسیدا کې د  سړي او ښځې  ترمینځ هیڅ فرق نشته  او  دمیرمنې د حقیقي هویّت په ساتنې او خوندیکیدا سره  او د میرمنو دشخصیّت  د لوړتیا لپاره  په هڅې سره ،  ډیری مشکلات او ترینګلتیاوې حل کیدلی شي .

  ابراهیم ریئسي  د مقدس دفاع او اسلامی انقلاب دبریالیتوبه په پړاؤ کې  دمیرمنو لوبونکي رول ته په اشارې سره  زیاته کړه ، د اسلام دمبارزانو سرښیندنې او قربانۍ او میړنتوب ، د غو میّندو ،خوئیندو او   ماندنو  ملګرتیا  او تربیت پامته داره  دی چې  په زغم او صبر سره ئې مقاومت  کړی دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  همداراز  میرمنې ته د  اسلام دنظر په باب  هم ووئيل . اسلام  یو زر څلور سوه کاله مخکې  د میرمنو لپاره  د مالکیّت حق ، د میراث حق ،  و درائ حق په رسمیّت  پيژندلی  او دا په داسې حال کې دي چې  په لویدیځ کې  په وروستیو پیړیو کې   دغوو دغو موضوعګانو ته پام شوی دی .

د جمادي الثاني  شلمه نیټه ،  دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې   له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .  

Image Caption