ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د ولسمشر له قوله په غټو ټکیو لیکلي دي: د خلکو د سر او مال او ناموس د ساتنې لپاره باید له اشرارو سره مقابله وشي.
ورځپاڼې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د پرونیو څرګندونو ځینې برخې راخیستې دي چې وايي: پولیس باید له خلکو سره مهربانه او باتدبیره وي خو له اشرارو او هغو خلکو سره چې د خلکو ژوند او ناموس ته خطر پیښوي، په اقتدار سره باید عملی وکړي. ضروري ده چې له حقوقي او قضايي نظره د پولیسو له اقداماتو ملاتړ وشي.
هغه وویل چې د روغتیا د برخې مسئولان باید په جدیت سره څارنه وکړي ترڅو په راغونډیدنو په تیره بیا زیارتي ځایونو کښې په جدیت سره د روغتیايي پروټوکولونو خیال وساتلی شي.
اطلاعات د دې خبر ترڅنګ د حضرت امام خمیني په حرم کښې د هغوي د ګران لمسي ترڅنګ د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغه د ځینو مرستیالانو چې د بزرګواره امام د مزار زیارت ته ورغلي وو، یو ګډ انځور چاپ کړی دی او د دغه حرم د متولي حسن خمیني دا خبره یې په غټو ټکیو راخیستې ده چې، د دښمنانو په مخملي دستانې نه غولیږو، پکار دي چې باتورانه پریکړې وشي.
په دې موقع د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم وویل: امریکایيي لورو ته مو ویلي دي چې باید خپل ښه نیت په عمل کښې وښايي.
*/*/*/*/*/
اوس به له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو چې د خپل وړومبي مخ په اول خبر کښې یې لیکلي دي: امریکې د ایټمي مذاکراتو په بهیر کښې د اسانتیا لپاره له ایرانه ځیني بندیزونه ختم کړل.
تر دې سرټکي لاندې راغلي چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي وویل: د ویانا مذاکرات په سمه لاره روان دي.
ورځپاڼې بیا د ایران د خارجه وزیر دا خبره راخیستې چې د بندیزونو ختمول، د امریکې د ښه نیت نښه کیدې شي.
هم داشان د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي دي چې دا کار د ویانا د مذاکراتو په بهیر کښې د اسانتیا په موخه شوی دی.
بل پلو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي: ځینې خبرونه د ایټمي فعالیتونو څخه د بندیزونو د معافیت په هکله خپاره شوي دي او ټول په دې پوهیږو چي دا کافي او پوره نه دي.
خطیب زاده زیاته کړه: هغه څه چي باید امریکا یې تر سره کړي، په ټولو برخو کښې په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو ختمېدا ده.
*/*/*/*/*/*/
رابه شو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته. دوستانو د دې ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو برخې ته یوه ځغلنده کتنه کوو، لیکي: په امریکې کښې د کرونا له امله د مړو شمیر یو میلیون کسانو ته نزدې شوی دی، په دغه هیواد کښې هره ورځ ۳ زره کسان د کرونا له امله مري.
د لیبیا د پخواني ډیکټاټور یو باډي ګارډ ادعا کړې چې معمر قذافي نه دی وژل شوی بلکې اوس هم ژوندی دی او کوم کس چې وژل شوی او ویډیوګانې یې خپرې شوې، هغه ته ورته یو بل کس و.
د امریکې په مشرۍ د سمندري ځواکونو په ګډې مانورې کښې له صهیونیسټي رژيم سره د آل سعود ونډه اخیستو د ډیرو خلکو قهر راپارولی دی.
په ابوظبۍ او دبی باندې د یمن د انصار ا... له رسا او اغیزناکو حملو وروسته د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت له فرانسې سره د ګډې ملګرتیا او دفاع د موافقې د اجرا د پیلیدو خبر ورکړ.
له دې څه موده مخکښې امریکایانو هم ویلي وو چې د اماراتو د ژغورنې لپاره دغه هیواد ته جنګي الوتکې او بیړۍ ورلیږي. دا شان صهیونیسټي رژيم، فرانسه، امریکا او انګلستان د یمن د انقلابیانو په وړاندې د سعودي ائتلاف ترڅنګ ولاړ دي.
او د بحرین خلکو تیره جمعه د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د مظاهرو په کولو سره، منامې ته د صهیونیسټي رژيم د جنګ د وزیر سفر وغنده او ویې ویل چې صهیونیسټان دې ځان ساتي، مونږ د بابِ خیبر د فاتح اولادونه یو او ذلت نه منو.
هغوي هم داشان د صهیونیسټي رژيم بیرغ هم تر پښو لاندې کړ.
*/*/*/*
کابل چاپ:
د کابل له ورځپاڼو څخه د مسیر آنلاین ورځپاڼې د یوې شننې ځینې برخې راخلو چې د بخت ا... بیان په قلم لیکل شوې ده او عنوان یې دی: په جمهوریت او امارت کې ګیر ولس.
افغانان له څلورو لسیزو څخه زیات د جنګ کرغېړنه تجربه ویني، چې په دې غمیزو کې یې یو نسل د جنګ او جګړې د باروتو په تورو لوخړو کې له منځه لاړ او دویم نسل یې هم عملاً د جنګ تریخ حقیقت تجربه کوي. د همدغو جګړو په پایله کې مو دوه نسلونه د پوهې، مدنیت، روغتیا او د نوې ټکنالوژۍ له دور څخه ډېر شاته پاتې شول. همدغو جنګونو او جګړو مو ماشومان او ځوانان ذهناً او روحاً ناارامه کړل؟
سپیرو دښمنانو دوي ته د انسانیت پر ځای وحشت، د دوستۍ پر ځای دښمني او له خپل هېواد سره د مینې پر ځای یې د خپل هېواد ورانول ور زده کړل.
له بل لوري ملکي وګړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې راګیر دي، تل د دواړو لوریو لخوا ګواښل کېږي، تهدیدېږي او وژل کېږي. د دوی له کورونو او کلیو څخه پټنځایونه جوړ شوي او د سپر په توګه ورڅخه کار اخلي، چې دې کار د ملکي وګړیو ژوند تریخ کړی او د مرګ او ژوبلې په شمېر کې یې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ننه جګړې دومره خونړۍ بڼه غوره کړې، چې په خپل وخت کې بېساري بلل شوې ده.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانانو تمه درلوده چې په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه به د سولې او اوربند په رامنځته کېدو سره بنده شي او یا به هم لږ تر لږه د اوسنۍ جګړې په ګراف کې د ټیټوالي لامل شي، خو د میاشتو په تېریدو د افغان سولې بهیر نه یوازې پڅ او بې برخلیکه پرمخ روان دی، بلکې یادې چارې د سولې په پروسه کې نوي درزونه هم راپیدا کړل.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د سولې مرکچې پلاوي غړي عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو، چې «د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ ولسمشر محمد اشرف غني دی او که غني استعفا وکړي، د اوربند او سولې خبرو راتګ حتمي دی.»
پکار دا ده چې د روانې خونړۍ جګړې چې زور یې ټول له ملت خېژي، د حل لپاره یو صادقانه ګام واخیستل شي. ښکېل اړخونه له خپلو غوښتنو تېر شي او نور د خدای لپاره په دغه ځورېدلي ولس رحم وکړي. که ښکېل اړخونه د خپل ولس د برخلیک پر ځای د نورو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او خپلې ګټې د نورو په ګټو کې خوندي ويني، نو دا ارمان یې نیمه خواه دی، هېڅکله به یې دا ارمان پوره نه شي او دا هرڅه زموږ تاریخ ثابت کړي دي.
بهرنی ورځپاڼې:
هندي ورځپاڼې (ټربیون) په خپله پرونۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو پر هغه راپور لیکنه خپره کړې چې په افغانستان روان بشري وضعیت په کې ناوړه بلل شوی دی.
د لیکنې په پیل کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې شپږ میاشتې اوړي، خو لا هم وضعیت غیریقیني دی.
لیکوال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې ورځې راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، که څه هم طالبان هڅه کوي خپل حکومت سرپرست حکومت وښيي، خو تر اوسه یې حکومتوالي هغسې نه ده چې په ټوله معنی قومي، سیاسي او جغرافیوي رنګارنګي په کې ولیدل شي.
تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا مساله یې د طالبانو له خوا د نجونو، ښځو او د اقلیتونو د حقونو د درناوي او د ټول شموله حکومت د جوړولو په مسئلې پورې غوټه کړې ده.
ټربیون ورځپاڼه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو راپور وايي، افغانستان دا مهال تر ټولو ناوړه اقتصادي رکود او زوال تجربه کوي.
په افغانستان کښې ګڼ کسان له بې کارۍ، د بیو له لوړېدو او د مهاجرتونو له زیاتوالي شکایتونه کوي.
*/*/*