امام خمیني په نړۍ کښې د بیدارۍ او آزادۍ مثال دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112072-امام_خمیني_په_نړۍ_کښې_د_بیدارۍ_او_آزادۍ_مثال_دی
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیټې مشر وویل: د اسلامي نړۍ عالیقدره مرجع حضرت امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب په بریالیتو کښې مهم رول درلود
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2022 09:10 Asia/Kabul
  • امام خمیني په نړۍ کښې د بیدارۍ او آزادۍ مثال دی

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیټې مشر وویل: د اسلامي نړۍ عالیقدره مرجع حضرت امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب په بریالیتو کښې مهم رول درلود

حجت الاسلام «سید محمدحسین رضواني‌بامیاني»  په کابل کښې ایران پریس ته په ځانګړې مرکه کښې، د امام خمیني په مشرۍ د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د رارسیدو په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: امام خمیني یو ځانګړی شخصیت او رهبر و او وتوانیده ستر ولسي کاروان د اسلامي انقلاب د بریا په لور بوځي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیټې مشر زیاته کړه: امام خمیني د اسلامي انقلاب پر مشرۍ سربیره یو داسې فکر رامینځته کړ چې د افغانستان د خلکو په شمول د نړۍ د ټولو پتمنو لپاره د آزادۍ لپاره د مبارزې په لاره کښې د لارې د خلاصونکي په توګه مطرح شو.