د کینیا هیواد ۹۸ کلنې میرمنې درس ویل پیل کړي
Feb 15, 2022 08:17 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افریقا د لوې وچې د کینیا هیواد اته نوي(۹۸) کلنې میرمنې پریسیلا سیټیني د زده کړې لپاره په ځايي ښوونځي کښې درس ویل پیل کړي دي .
د شپږم (۶) ټولکې زده کونکي میرمن پریسیلا سیټیني وویل چې ما د خپلو لمسیو او کړوسیو لپاره د یوې ښې بیلګې د جوړولو لپاره په ښوونځي کښې درس ویل پیل کړي دي .
د کینیا هیواد دغه اته نوي کلنه میرمن وايي زما زړه غواړي چې ډاکټره جوړه شم ځکه چې مخکې زه یوه نرسه وم .
هغې وویل زما بچیانو ښوونځي ته زما په ورتلو ټینګار کړی دی او ما سره یې ملګرتیا کړي ده .
د کینیا دغه میرمنې وویل چې زه له درس ویلو سره سره له خپلو لمسیو او کړوسیو سره لوبې هم کوم او ډیر خوند ترې اخلم .
ټیګونه