داسې کړکی چې د هیټر یا ایرکنډیشنر اړتیا ختموي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112328-داسې_کړکی_چې_د_هیټر_یا_ایرکنډیشنر_اړتیا_ختموي
زمونږ خبریال وايي سائینس پوهانو یو داسې سمارټ یعني هوشمند کړکی تیار کړی دی چې په ساړه موسم کښې د هیټر (Heater)او په ګرمې موسم کښې د ایر کنډیشنر(Airconditioner) کار د ترسره کولو صلاحیت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2022 11:08 Asia/Kabul
  • داسې کړکی چې د هیټر یا ایرکنډیشنر اړتیا ختموي

زمونږ خبریال وايي سائینس پوهانو یو داسې سمارټ یعني هوشمند کړکی تیار کړی دی چې په ساړه موسم کښې د هیټر (Heater)او په ګرمې موسم کښې د ایر کنډیشنر(Airconditioner) کار د ترسره کولو صلاحیت لري .

د پټسبرګ پوهنتون سائینس پوهانو ډیره نرۍ سمارټ ګلیزنګ ټیکنالوژۍ رامینځته کړي ده کومه به چې په کورونو کښې په موجودو کړکیو کښې وکارول شي .

دغه ګلیزنګ ټیکنالوژۍ له کیمیاوي مرکباتو څخه تیاره کړې شوي ده چې په ساړه موسم کښې د لمر سترګې رڼا جذبوي او په ګرمې موسم کښې د رڼا یا حرارت د بیرته ستنولو صلاحیت لري .

دغه ټیکنالوژۍ د لمر سترګې د انفراریډ وړانګو کښې موجوده تهرمل انرژۍ په جذبولو سره په ساړه موسم کښې دوباره په کوټه کښې خارجوي یا په ګرمیو کښې یې بیا په ستنولو سره کوټه سړوي .

سائینس پوهانو وویل د سمارټ وینډو ټیکنالوژۍ  په وجه د انرژۍ ضرورت دریمه برخه کمیدلی شي .

ساینس پوهانو وویل چې د سمارټ کړکیو تر ټولومهمه ځانګړتیا د موسم د ضرورت پراساس د ځان بدلول دي او دغه کړکی د ساړه په موسم کښې د لمر سترګې انفراریډ وړانګې جذبوي او د ودانۍ دننه ګرموالی رامینځته کوي .

دغه کړکی په ګرمې موسم کښې د لمر سترګې د رڼا د جذبولو پرځاې هغه بیرته ستنوي او د ودانۍ د تودوخي درجه تر ممکنه حده پورې کمه ساتي .

د ګلیزنګ ټیکنالوژۍ پټۍ له درې سوه نانومیټرز څخه هم نرۍ ده چې ورباندې داسې مواد لګول شوي چې د لمر سترګې رڼا جذبوي یا یې بیرته ورګرځوي .

ساینس پوهانو وویل په دواړو بڼو کښې د لمر سترګې رڼا یوشان ده او خلک په کړکي کښې هیڅ ډول بدلون نه ویني .

محققانو وویل د دغه ټیکالوژۍ له کبله د دغو کړکیو له کبله به هر کال د انرژۍ په ضرورت کښې له شلو تر دیرشو فیصدو پورې کموالی راشي .