د بریتانیا دوو کسانو دولس برګر وخوړل او وتښتیدل
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې یوه رستوران خپلو ګاهکانو ته داسې وړاندیز وکړ کوم چې د مالک لپاره د تاوان سبب شو .
د انګلستان د یوه رستوران مالک دغه وړاندیز کړی و څوک چې په شپږو دقیقو کښې دولس برګر وخوري نو پیسې ترې نه اخیستل کیږي .
د بریتانیا د رستوران لخوا په وړاندیز کښې ویل شوي وو دغه وړاندیز د دوو کسانو لپاره نه دي بلکې باید یو کس په شپږو دقیقو کښې دولس برګر وخوري .
خو یوې ښځې او خاوند د رستوران مالک ته دوکه ورکړه .
د بریتانیا یوه ښځه او خاوند د دغه وړاندیز په منلو سره رستوران ته ورغلل او د برګرو خوړل یې پیل کړل .
په دې وخت کښې د رستوران کارکونکي ډیر بوخت وو او په دغو دوو کسانو یې څارنه ونه لرل شوه او ښځې او خاوند هم په چالاکۍ سره په شپږو دقیقو کښې د دولسو برګرو په خوړلو سره د پیسو له ورکولو ډډه وکړه .
د انګلستان دغه میرمنې او خاوند دولس برګر وغوښتل او په شپږو دقیقو کښې یې وخوړل .
کله چې له دوې څخه د پیسو غوښتنه وشوه نو هغوې د پیسو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل مونږ په شپږو دقیقو کښې دولس برګر خوړلي دي او بیا وتښتیدل .
د رستوران مالک وویل چې دغه ښځه او خاوند باید ما ته یوسل څلور اویا سټرلینګ پونډه راکړي او هغه پولیسو ته شکایت کړی دی .