د انډونیزیا معلمې د زده کونکو موبائیل ټیلي فوننه وسوزول
Feb 26, 2022 08:14 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د انډونیزیا په یوه ځايي ښوونځي کښې یوې معلمې د زده کونکو لخوا د موبائیل ټیلي فونونو په راوړلو سره د هغوې موبائیل ټیلي فونونه وسوزول .
د انډونیزیا د ځايي ښوونځي معلمې د زده کونکو موبائیل ټيلي فونونه ضبط کړل او هغه یې په اور کښې وسوزول .
په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې یوه معلمه یوه ډرم ته چې اور پکښې بل دی د زده کونکو ضبط شوي موبائیل ټیلي فونونه اچوي .
په دغه وخت کښې د ښوونځي زده کونکي له معلمې غواړي چې د دوې ټیلي فونونه دې اور ته مه اچوي خو هغه هیڅ غوږ نه نیسي .
ټیګونه