جاپان کښې د لالټین ډوډۍ دخوړلو روده معرفي شوي ده
Mar 02, 2022 08:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د جاپان په پلازمینې ټوکیو کښې په یوه فایئو سټار هوټل کښې د ټولنیز واټن د رعایتولو لپاره د لالټین ډوډۍ د خوړلو طریقه معرفي شوي ده .
په دغه لالټین ډوډۍ کښې میلمانه له پلاسټیک څخه د جوړې لالټین په شان په روښانه پیالې پوښل کیږي .
لیکن دا کوم ممنوعیت او بندیز نه دی بلکې په دغه لالټین بڼه پلاسټیک پیالې کښې موجود کس نه یوازې په ارام سره ډوډۍ خوړلی شي بلکې د ټولنیز واټن په رعایتولو سره له نورو کسانو او خپلوانو سره خبرې هم کولای شي .
کله چې خلک او میلمانه هوټل ته ورشي نو د هوټل عمله هغوې په دغه شفاف او روښانه لالټین سره پوښي او په دې ډول میلمانه په میز باندې د کیناستلو په وخت ماسک اچولو ته هیڅ ضرورت نلري .
ټیګونه