ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113104-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځیني مهم خبرونه، مقالې او تبصرې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2022 12:20 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځیني مهم خبرونه، مقالې او تبصرې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي څرګندونې په غټو ټکیو راخیستې دي، وايي: د فقر او بې وزلۍ د ختمولو لپاره پوه امکانات لرو.

ورځپاڼې د دې خبر په خوا کښې بیا لیکلي دي: د ایران د ایټمي پروګرام په هکله ادعاګانې باید ختمې شي.

خبر زیاتوي چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له عمومي مدیر سره له کتنې وروسته وویل: د ادعايي موادرو دوسیه باید د تل لپاره بنده شي او د ایران خلکو ته دې له دې زیات مزاحمت نه رامینځته کوي.

ټاکل شوې چې د ایران او آژانس ترمینځ د مدارکو مبادله زیات نه زیات تر غبرګولي میاشتې پورې وشي او د (دوباره اجرا) د ورځې لپاره چې د ویانا د مذاکراتو مفروضه ده، دا مسئله هواره شي.

په خبر کښې لولو چې ښاغلي اسلامي وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس ته پکار دي د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام له پراختیا سره د مرستې لپاهر خپل قانوني ظرفیت او دندې وکاروي.

هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو جعلي رژیم پرله پسې ایران ګواښي خو تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې او په راتلونکي کښې به یې هم ترلاسه نه کړي.

له بلې خوا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي وايي، که چیرې ایران او آژانس د څارنې د مسائلو په هکله تفاهم ونه لري نو دا تصور غلط دی چې ګني د برجام په شان کومه هراړخیزه موافقه به وشي.

خو د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل بیا ویلي چې هیله لري د روانې اونۍ تر پاې پورې په ویانا کښې نتیجې ته ورسیږي.

*/*/*/*/*/

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ د خارجه وزیر امیر عبداللهیان څرګندونو ته انعکاس ورکړی دی او د دوي له خولې یې لیکلي دي: له عربستان سره د دوه اړخیزو اړیکو هرکلی کوو.

د ایران خارجه وزیر د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو ټینګولو ته د دغه هیواد د ګروهنې نښه وبلل او ویې ویل چې ایران یې هرکلی کوي.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: د طرفینو له خوا د اختلافاتو مدیریت د دوستو او وروڼو هیوادونو او ولسونو د ګټو په خدمت کښې راځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د یمن په هکله وویل چې د دغه هیواد د کړکیچ حل لاره سیاسي ده او له بهرنیو لاسوهنو پرته د کورنیو یعنې یمني-یمني خبرواترو په بنیاد ولاړه ده.

ایران ورځپاڼې هم تهران ته د رافائل ګروسي د سفر په دوران کښې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د شویو مذاکراتو خبر راخیستی دی او لیکي چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مدیر په دې سفر کښې د ایران د ولسمشر له وړومبي مرستیال، د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر او د ایران له خارجه وزیر سره ملاقاتونه وکړل.

د رافائل ګروسي په وروستي رپورټ کښې د آژانس له نظر وړ څلورګونو مرکزونو څخه د یو په هکله د پوښتنو د بهیر بندیدل هغه نښه وه چې ښودنه کوي آژانس له خپلې تیرې غلطې لارې د لرې کیدو نیت لري.

*/*/*/*/

ګرانو مینه والو اوس به له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راواخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ګلاب د دریو ګلونو د ښایسته انځور په چاپ کولو سره د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې او د پاسدار د ورځې مبارکي ویلې ده.

کیهان هم داشان د پاسدار د ورځې په درشل کښې یعنې پرون د سپاهِ پاسداران د هوايي ځواک د نویو توغندويي او ډرون اډو د افتتاح خبر، د دغه ځواک د څو قومندانانو له انځور سره یوځاې خپور کړی دی.

خبر زیاتوي چې دا وړومبې ځل دی چې د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک تر ځمکې لاندې د خپلې یوې ډرون اډې مخکتنه کوي.

په دې موقع د دغه ځواک قومندان سردار حاجي زاده وویل چې له یادې اډې څخه په یوه شیبه کښې ۶۰ ډرون الوت کولې شي. هغه زیاته کړه: زمونږ د توغندیو د توغولو قدرت تر ۷ چنده رسیدلی دی.

دوستانو د کیهان ورځپاڼې د ځینو نورو خبرونو سرټکي دراوروو چې په دا ډول دي:

د آیرلینډ د پارلیمان استازي اروپايي چارواکو ته په خطاب کښې ویلي دي: ولې په هغه ژبه چې پوټین پرې غندئ، د اسرائیلو د اویا کلن ظلم غندنه نه کوئ؟

هم داشان د یمن د پارلیمان مشرتابه پلاوي د غربي او سعدي ائتلاف د حملو د دوام ترڅنګ د خپل هیواد د بشپړې اووه کلنې محاصرې غمیزه ناکو پایلو ته په اشارې سره، له ملګرو ملتو وغوښتل: کومه پاملرنه چې یوکراین ته کوئ د هغې یوازې څلورمه برخه یمن ته وکړئ.

کیهان بیا د پاکستان په پيښور کښې د جمعې په لمانځه کښې په شوې ترهګرې حملې کښې د شهید شوي ماشوم یو ښایسته انځور چاپ کړی او لیکلي یې دي چې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د شوې ترهګرې حملې د شهیدانو شمیر ۵۷ تنو ته ورسید او د دغه جنایت پړه هم داعش ترهګرې ډلې منلې ده. 

*/*/*/*/*/

ښه ګرانو دوستانو را به شو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته او د افغانستان او سیمې په هکله د هغوي خپاره کړي خبرونه او معلومات به درسره شریک کړو. لکه څنګه چې خبر یئ د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني پرون شنبې(د کب ۱۴مه) په لومړي ځل خپله څېره ښکاره کړه.

دې موضوع د ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او رسنیو پام ځان ته اړولی دی ځکه چې نوموړی د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېست کې دی او پر سر یې جایزه ټاکل شوې وه.

په دې لړ کښې

ډیجټل ژورنال د ډېوېډ فاکس او ایمانویل پیوچاټ په قلم په یوه لیکنه کې سراج الدین حقاني د طالبانو په منځ کې تر ټولو پټ او مرموز مشر بللی چې د امریکا له لوري د مطلوبو کسانو د لېست په سر کې دی.

له همدې کبله حقاني هېڅکله خپل تصویر نه خپروه او وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل او دی د کورنیو چارو وزارت سرپرست وګومارل شو، څرګند تصویر یې نه خپراوه، خو پرون په لومړي ځل د نوېو روزل شوېو پولیسو په پرېډ کې څرګند شو او تصویر یې بې له دې چې پټ کړای شي، خپور شو.

ده د پرېډ برخوالو ته وویل، د دوی د ډاډ او اعتماد لپاره په عمومي غونډه کې په رسنیو کې ځان ښکاروي.

مخکې تردې چې طالبان واک ته ورسېږي، سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخُندزاده یو له درېيو مرستیالانو څخه و.

د ډیجیټل ژورنال لیکوالانو کښلي، ډېر افغانان باور لري چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخُندزاده ژوندی نه دی.

خپرونې د سراج الدین حقاني په اړه لیکلي چې په تېرو شلو کلونو کې پر نوموړي تر ټولو د زیاتو خونړیو بریدونو تور پورې کېږي او له همدې کبله د امریکا متحدو ایالاتونو هغه چا ته چې معلومات یې د سراج الدین حقاني د نیولو سبب شي، ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

*/*/*/*

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورو لوېدیځو رسنیو هم د حقاني د تصویر د خپرېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې طالب چارواکو هم په ټولینزو رسنیو کې د نوموړي تصویرونه په پراخه پیمانه شریک کړي دي.

ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د لوږې په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې سرلیک دی: "افغانستان د لوږې په درشل کې دی."

په دې لیکنه کې د افغانستان د ژمي د سختوالي او د ماشومانو د لوږې یادونه شوې او راغلي چې سږکال هره افغان مور او پلار د خپلو ماشومانو او د کورنۍ د غړیو د ګېډې د نه مړولو د شکنجې احساس کوي. په درست افغانستان کې ۵ میلیونه ماشومان د لوږې او سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

ګارډین د اوکراین جګړې ته په اشارې لیکي چې دا موضوع د افغانانو کړاو نور هم زیاتولی شي ځکه چې د مرسته کونکو هیوادونو پام له افغانستانه یوکراین ته اړوي.

*/*/*/*/*/*/*