د هندوستان د زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113136-د_هندوستان_د_زده_کونکو_د_سر_ویښتان_وخریل_شول
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په هاپور ښار کښې په یوه ښوونځي کښې د سترو ویښتانو د پریښودلو په خاطر د څلوراتیا زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2022 09:03 Asia/Kabul
  • د هندوستان د زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په هاپور ښار کښې په یوه ښوونځي کښې د سترو ویښتانو د پریښودلو په خاطر د څلوراتیا زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول .

د ښوونځي مدیر څلور اتیا زده کونکو ته چې د سر ویښتان یې لوې وو  سزا ورکړه او د نهم ټولګي او د دولس ټولګي د دغو  زده کونکو د سر ویښتان  ېې وخریل .

د ښوونځي مسوولانو وویل چې زده کونکي د سرو ویښتانو له ساتلو منع کړې شوي وو او هغوې ته بیا بیا خبرداري ورکړل شوي وو .

بلې خوا د زده کونکو پلارانو دغه کار له سپکاوي په ډک بللو سره د زده کړې د وزارت چارواکو ته شکایت کړی دی .