د هندوستان د زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول
Mar 07, 2022 09:03 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په هاپور ښار کښې په یوه ښوونځي کښې د سترو ویښتانو د پریښودلو په خاطر د څلوراتیا زده کونکو د سر ویښتان وخریل شول .
د ښوونځي مدیر څلور اتیا زده کونکو ته چې د سر ویښتان یې لوې وو سزا ورکړه او د نهم ټولګي او د دولس ټولګي د دغو زده کونکو د سر ویښتان ېې وخریل .
د ښوونځي مسوولانو وویل چې زده کونکي د سرو ویښتانو له ساتلو منع کړې شوي وو او هغوې ته بیا بیا خبرداري ورکړل شوي وو .
بلې خوا د زده کونکو پلارانو دغه کار له سپکاوي په ډک بللو سره د زده کړې د وزارت چارواکو ته شکایت کړی دی .
ټیګونه