د اسټرالیا ښاریز د بوټانو په وینځلو ډیر شتمن شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113226-د_اسټرالیا_ښاریز_د_بوټانو_په_وینځلو_ډیر_شتمن_شوی
زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا یو ښاریز نهویشت کلن «یوجین چینګ» د نورو خلکو د بوټانو په وینځلو سره ډیر شتمن شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا ښاریز د بوټانو په وینځلو ډیر شتمن شوی

زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا یو ښاریز نهویشت کلن «یوجین چینګ» د نورو خلکو د بوټانو په وینځلو سره ډیر شتمن شوی .

د اسټرالیا له دغه ښاریز نهویشت کلن یوجین سره د امریکا  په یوټیوب یو کارکوونکی «چیس میکیني»  ملاو شو او هغه ورته د زړو بوټانو او پيزارونو د لیرې غورځولو په ځاې د هغوې د پاکولو سپارښتنه وکړه .

د اسټرالیا دغه ښاریز یوجین چینګ  او دغه راز د امریکا وسیدونکي چیس میکیني  د بوټانو یو دکان خلاص کړ چیرې چې د خلکو زړه بوټان پاک کیږي او هغو ته رنګ ورکول کیږي .

په دغو پینځو کلونو کښې یوجین چینګ او د هغه د عملې کسانو نهویشت زره(۲۹۰۰۰) جوړه بوټان پاک کړي دي او دغه د پاکولو کیټونه یې په پینځه څلویښتو هیوادونو کښې پینځه شپیتو زرو کسانو ته صادر کړي دي .

د اسټرالیا  دغه ښاریز په دغه کار کښې تراوسه په لسګونو زره ډالره ګټلي دي .