د امریکا تر ټولو اوږد ګاډی چې هوټل هم لري
زمونږ خبریال وايي د امریکن ډریم (American Dream) په نوم د دنیا تر ټولو اوږد لموزین ګاډي د خپل اوږدوالی له شپیتو څخه تر سلو فټو په زیاتولو سره نړیوال ریکارډ مات کړ او خپل نوم یې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې بیا ثبت کړ .
په دنیا کښې ډيرې خلک بیلابیلې ګروهنې او شوقونه لري څوک په کور کښې ځناور ساتي او ځینې بیا غواړي چې ورسره بیلابیل ګاډي او موټرسایکلونه وي .
نن مونږ تاسو ته د داسې لموزین ګاډي په هکله معلومات درکوو کوم چې د دنیا تر ټولو اوږد ګاډی دی او د هغه نوم امریکن ډریم دی .
د یوه ښه هوټل په ټولو اسانتیاو سنبال دغه لموزین ګاډی په نولس سوه نویمي میلادي لسیزې کښې د امریکا د ګاډو یوه طراح جوړ کړی و او په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې د دغ ګاډي نوم ثبت شوی هم دی .
اوس د دغه ګاډي اوږدوالی له شپیتو فټو څخه سلو ته ورزیات کړی شوی او اوس بیا د هغه نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې شامل کړی شوی دی .
دغه ګاډي تراوسه په څو فیلمونو کښې هم استعمال شوی چې له کبله یې یو څه خرابی پکښې راغلی دی .
په دغه لموزین ګاډي کښې د هیلي کوپټر د کوزیدا یوځای ، یو د ګرمو اوبو ټب ، د لمبو یو ډنډ او یوشمیر نور شیان شته .