په مالدیپ هیواد کښې د اوو رنګونو کب موندل شوی
Mar 12, 2022 08:21 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په مالدیپ هیواد کښې په ژور سمندر کښې په «ټوائلایټ زون » کښې د اوو رنګونو یو عجیبه کب موندل شوی دی .
د مالدیپ په ژور سمندر کښې په اوبو کښې د شنبې زرغونې په شان دغه کب د سائینس پوهانو نوي اختراع ده .
دغه د اوو رنګونو کب په عام ډول له څلویښتو تر اویا میټرو پورې په ژورو اوبو کښې ژوند کوي او په مالدیپ کښې ورته فني فینما یعني ګلاب ګلابي ویل کیږي ځکه چې په دغه کب کښې د ګلابي رنګ ډیر شیډونه شته چې له نورو رنګونو سره په یوځاې کیدا سره ښه اغیز شیندي او د دغه کب سائینسي نوم CIRRHILABRUS FINIFENMAA دی .
دغه د اوو رنګونو کب د مالدیپ هیواد سائینس پوها ډاکټر احمد نجیب موندلي ده او د هغې په هکله معلومات هم په زوکیز نومي مجلې کښې خپاره شوي دي .
ټیګونه