په مالدیپ هیواد کښې د اوو رنګونو کب موندل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113330-په_مالدیپ_هیواد_کښې_د_اوو_رنګونو_کب_موندل_شوی
زمونږ خبریال وايي په مالدیپ هیواد کښې په ژور سمندر کښې په «ټوائلایټ زون » کښې د اوو رنګونو یو عجیبه کب موندل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • په مالدیپ هیواد کښې د اوو رنګونو کب موندل شوی

زمونږ خبریال وايي په مالدیپ هیواد کښې په ژور سمندر کښې په «ټوائلایټ زون » کښې د اوو رنګونو یو عجیبه کب موندل شوی دی .

د مالدیپ په ژور سمندر کښې په اوبو کښې د شنبې  زرغونې په شان دغه کب د  سائینس پوهانو نوي اختراع ده .

دغه د اوو رنګونو کب په عام ډول له څلویښتو تر اویا میټرو پورې په ژورو اوبو کښې ژوند کوي او په مالدیپ کښې ورته فني فینما یعني ګلاب ګلابي ویل کیږي ځکه چې په دغه کب کښې د ګلابي رنګ ډیر شیډونه شته چې له نورو رنګونو سره په یوځاې کیدا سره ښه اغیز شیندي او د دغه کب سائینسي نوم CIRRHILABRUS FINIFENMAA دی .

دغه د اوو رنګونو کب د مالدیپ هیواد سائینس پوها ډاکټر احمد نجیب موندلي ده او د هغې په هکله معلومات هم په زوکیز نومي مجلې کښې خپاره شوي دي .