چین به د امریکا له سختو پایلو سره مخامخ شي
Mar 15, 2022 10:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ادعا وکړه که چیرې چین له روسیې سره مرسته وکړي نو له سختو پایلو سره به مخامخ شي .
هغې یوځل بیا د چین او د روسیې پرضد دامریکا د چارواکو د ګواښونو په تکرارولو سره ادعا وکړه مونږ د چین کړچار تر څارنې لاندې لرو او له روسیې څخه د ملاتړ په بڼه کښې له چین سره د مقابلې لپاره زیات اوزارونه په لاس کښې لرو .
جن ساکي په دوام کښې ادعا وکړه که چیرې روسیه په اوکراین کښې کیمیاوي وسلې وکاروي نو له نړیوال ځواب سره به مخامخ شي .
د بریتانیا فیننشل ټایمز ورځپاڼې د خبرو سرچینو په قول ویلي دي امریکا خپلو متحدانو ته ویلي دي چې چین په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره له ماسکو سره پوځي مرستو ته ګروهنه ښودلي ده .
ټیګونه