د چین د یوه کلي نوم ټیسلا کلی کیښودل شوی
Mar 16, 2022 08:26 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د نړۍ د هیوادونو ښارونو ، کلیو او کوڅو ته خامخا ځانګړی او خاص نوم ورکول کیږي .
دغه راز په چین کښې یو داسې کلی شته چیرې چې اکثره خلکو ته د هغوې د ځانګړي شوق او دلچپسۍ په وجه ځانګړی نوم ورکول کیږي .
د چین په یونن ولایت کښې په لیرې پرتې سیمې کښې د یوه کلي د خلکو په وجه هغه ته ټیسلا کلی ویل کیږي .
وجه یې دا ده چې د چین د دغه کلي له اکثرو خلکو سره ګرانبیه ټیسلا الیټرونیک ګاډي شته .
په دغه کلي کښې یو نه دوه نه بلکې له خلکو سره څلویښت ټیسلا ګاډي شته کوم چې د خپل ورځنیز ژوند لپاره استعمالوي .
ټیګونه