د نړۍ تر ټولو خوشحال هیوادونه کوم دي ؟
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو لخوا د نړۍ د تر ټولو خوشحالو هیوادونو فهرست خپور شوی دی .
بلومبرګ نړیوالې مجلې وویل د ملګروملتونو یوې ادارې پرون د جمعې په ورځ د نړۍ د ترټولو خوشحالو هیوادونو فهرست خپور کړی چې پراساس یې فینلینډ هیواد د پرله پسې پینځم کال لپاره تر ټولو خوشحاله هیواد دی او ډانمارک دوهم تر ټولو خوشحاله هیواد او ایس لینډ هم دریم ترټولو خوشحاله هیوادونه اعلان شوي دي .
د دغه فهرست پراساس سویزرلینډ د نړۍ څلورم خوشحال هیواد ، هالینډ پینځم ، لوګزامسبورګ شپږم ، سویډن اوم ، ناروې اتم او نیوزي لینډ هم د نړۍ لسم تر ټولو خوشحال هیوادونه اعلان شوي دي .
د نړۍ د تر ټولو خوشحاله هیوادونو په فهرست کښې پاکستان په یوسل یویشتم لمبر کښې او هندوستان هم په یوسل شپږدیرشم لمبر کښې دی .
د ملګروملتونو لخوا د نړۍ د ترټولو خوشحاله هیوادونو په فهرست کښې افغانستان په اخري لمبر کښې دی .
د ملګروملتونو دغه فهرست د نړۍ د هیوادونو د خلکو له خوشحالۍ سره سره په اقتصادي او ټولنیزو ډیټاګانو هم ولاړ دی .
په دغه فهرست کښې له دوه زره نولسم میلادي کال څخه تر دوه زره یویشتم میلادي کال پورې شمیرنې او اطلاعات شامل دي .
د ملګروملتونو په دغه راپور او فهرست کښې د یوسل شپږڅلویښتو هیوادونو حالات جاجول شوي او په دغو هیوادونو کښې د خلکو د عاید ، د صحتمند ژوند ، په سخت او مشکل وخت کښې د مرستې د کولو هیلې ، ورین تندي ، ازادۍ او په ځان باندې د اعتماد په شان عناصر شامل دي .