د نړۍ تر ټولو خوشحال هیوادونه کوم دي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113630-د_نړۍ_تر_ټولو_خوشحال_هیوادونه_کوم_دي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو لخوا د نړۍ د تر ټولو خوشحالو هیوادونو فهرست خپور شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولو خوشحال هیوادونه کوم دي ؟

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو لخوا د نړۍ د تر ټولو خوشحالو هیوادونو فهرست خپور شوی دی .

بلومبرګ نړیوالې مجلې وویل د ملګروملتونو یوې ادارې پرون د جمعې په ورځ د نړۍ د ترټولو خوشحالو هیوادونو فهرست خپور کړی چې پراساس یې فینلینډ هیواد د پرله پسې پینځم کال لپاره تر ټولو خوشحاله هیواد دی او ډانمارک دوهم تر ټولو خوشحاله هیواد او ایس لینډ هم دریم ترټولو خوشحاله هیوادونه اعلان شوي دي .

د دغه فهرست پراساس سویزرلینډ د نړۍ څلورم خوشحال هیواد ، هالینډ پینځم ، لوګزامسبورګ شپږم ، سویډن اوم ، ناروې اتم او نیوزي لینډ هم  د نړۍ لسم تر ټولو خوشحال هیوادونه اعلان شوي دي .

د نړۍ د تر ټولو خوشحاله هیوادونو په فهرست کښې پاکستان په یوسل یویشتم لمبر کښې او هندوستان هم په یوسل شپږدیرشم لمبر کښې دی .

د ملګروملتونو لخوا د نړۍ د ترټولو خوشحاله هیوادونو په فهرست  کښې افغانستان په اخري لمبر کښې دی .

د ملګروملتونو دغه فهرست د نړۍ د هیوادونو د خلکو له خوشحالۍ سره سره په اقتصادي او ټولنیزو ډیټاګانو هم ولاړ دی .

په دغه فهرست کښې له دوه زره نولسم میلادي کال څخه تر دوه زره یویشتم میلادي کال پورې شمیرنې او اطلاعات شامل دي .

د ملګروملتونو په دغه راپور او فهرست کښې د یوسل شپږڅلویښتو هیوادونو حالات جاجول شوي او په دغو هیوادونو کښې د خلکو د عاید ، د صحتمند ژوند ، په سخت او مشکل وخت کښې د مرستې د کولو هیلې  ،  ورین تندي  ، ازادۍ او په ځان باندې د اعتماد په شان عناصر شامل دي .