یمن کښې د یوې سترګې لرونکی ماشوم زیږیدلی
زمونږ خبریال وايي د یمن په «البیضا» ولایت کښې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې یوه سترګه لري او دغه ماشوم له اوه ساعتونو ژوندي پاتې کیدا وروسته اوس مړ شوی .
رسنیو وویل په یمن کښې د یوې سترګې لرونکي ماشوم زیږیدل یوه عجیبه پیښه ده چې ټول خلک یې حیران کړي دي .
د یمن د دغه یوې سترګې لرونکي ماشوم عکس ځايي خبریال کریم زارعي په اینټرنیټ باندې خپور کړی دی .
د یمن دغه خبریال زیاته کړه چې په تیرو پینځو سوو (۵۰۰) کلونو کښې تراوسه په دنیا کښې یوازې شپږ ماشومان داسې زیږیدلي دي چې یوه سترګه یې لرلي ده .
رسنیو زیاته کړه چې د یمن د دغه ماشوم د سترګې په ځاې کښې یو سوری و او د بصارت او د لیدو هم یوازې یو رګ موجود و .
راپورونه زیاتوي چې د یمن دغه ماشوم ډیر ژوند ونکړ او له زیږیدا اوه ساعته وروسته مړ شو .
په یمن باندې د سعودي عربستان ، د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اسرائیلو او د انګلستان وغیره د بریدونو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې د کلابندۍ په وجه خلک له لوږې ، د خوراکي شیانو له کمښت او د درملو له کمښت سره مخامخ دي او ډیرې ماشومان له زیږیدا سمدستي وروسته مړ کیږي .