د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر:
چین سره اړیکې عادی حالت نه ورګرځي
Mar 26, 2022 02:58 Asia/Kabul
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي د سرحدی شخړو د نه ختمېدو او په سرحدي سیمو کې د فوځیانو د حضور په دوام سره، د چین او هندوستان اړیکې عادی حالت نه ورګرځي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جایشانکار په نوي ډهلي کې له خپل چینایي سیال وانګ یې سره تر خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل: په سرحد کې روانې لانجې له عادی اړیکو سره په ټکر کې دي او د تطبیق وړ نه دي.
وانګ یې د هند د ملی امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم خبري اترې کړي دي.
دواړو لورو د روسیې او د اکراین د جګړې په اړه هم خبري کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر، پاکستان او افغانستان ته تر سفر وروسته هند ته تللی دی او ټاکل شوی چي له هغه ځایه نېپال هم لاړ شي.
ټیګونه