د شیشو جوړ کور چې له لیرې څخه نه ښکاري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113898-د_شیشو_جوړ_کور_چې_له_لیرې_څخه_نه_ښکاري
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا په پلازمینې لندن کښې یو داسې په زړه پوری کور شته چې له لیرې څخه نه ښکاري او ده ته «نه ښکاریدونکی» کور ویل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2022 08:52 Asia/Kabul
  • د شیشو جوړ کور چې له لیرې څخه نه ښکاري

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا په پلازمینې لندن کښې یو داسې په زړه پوری کور شته چې له لیرې څخه نه ښکاري او ده ته «نه ښکاریدونکی» کور ویل کیږي .

دغه کور د لندن په یوې ګڼې ګوڼې سیمې کښې پروت دی ، په دغه کور کښې شیشې لګول شوي دي چې له کبله یې له لیرې څخه لیدونکو ته نه ښکاري .

دغه کور په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې «ایلکس هانی» طراحي کړی و او هغه د لندن په ای درې سوه شپاړسم(A-316) سړک کښې په رچمنډ سرکس چوک کښې جوړ کړی شوی دی .

دغه کور د وسیدو وړ دی او له دوه زره نولسم میلادي کال راپدیخوا هلته خلک وسیږي .

په دغه کور کښې وسیدونکي خلک بهر خلک لیدلی شي خو له بهر څخه تیریدونکي کسان د  کور دننه کسان نشي لیدلی .

د بهر خلکو ته د دغه کور د نه لیدو وجه هغه د باندې لګول شوي شیشې دي چې د بهر خلک پکښې یوازې  خپل عسکونه لیدلی شي .