روسیه له اټومي وسلو کار اخیستلی شي
زمونږ خبریال وايي د جاپان لومړي وزیر کیشیدا ادعا وکړه چې د اوکراین په جنګ کښې له اټومي وسلو د روسیې د استفادې احتمال جدي دی .
له اوکراین سره په جنګ کښې له اټومي وسلو د روسیې د استفادې د احتمال له ردیدا سره سره د جاپان لومړي وزیر کیشیدا پرون په جاپان کښې د امریکا له سفیر رام امانوئل سره په کتنه کښې چې هیروشیما ته ورغلی دی وویل د روسیې لخوا له اټومي وسلو د استفادې احتمال جدي دی .
کیشیدا دغه راز د امریکا لخوا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې له اټومي بمباریو وروسته د جاپان مشکلاتو او کړاونو ته په اشارې سره وویل له اټومي وسلو ویره او ډار باید هیڅکله تکرار نشي .
د امریکا لخوا په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال کښې د اګست په شپږمه نیټه د جاپان په هیروشیما ښار اټومي بمباریو کښې یولک څلویښت زره کسان وژل شوي وو .
له دغه اټومي بمباریو درې ورځې وروسته امریکا د جاپان په ناګاساکي ښار هم د پلوټونیم بم حمله کړي وه چې له کبله یې څلور اویا زره کسان وژل شوي وو .
امریکا د نړۍ یوازنی هیواد دی چې د ملکي وګړو پرضد یې اټومي وسلې استعمال کړي دي .