الوګان له شیانو زنګ لیرې کولای شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114008-الوګان_له_شیانو_زنګ_لیرې_کولای_شي
زمونږ خبریال وايي الو چې په افغانستان کښې ورته خلک کچالان او ځینې خلک بیا پټاټې وايي یوه داسې سبزي ده چې د هر عمر خلک که هغه ماشومان دي که ښځې دي او که سړي دي او که بوډاګان دي په ډیر شوق او مینې سره خوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2022 08:18 Asia/Kabul
  • الوګان له شیانو زنګ لیرې کولای شي

زمونږ خبریال وايي الو چې په افغانستان کښې ورته خلک کچالان او ځینې خلک بیا پټاټې وايي یوه داسې سبزي ده چې د هر عمر خلک که هغه ماشومان دي که ښځې دي او که سړي دي او که بوډاګان دي په ډیر شوق او مینې سره خوري .

او تقرییا له هرې سبزې او غوښې سره الوګان پخول کیږي او خوند کوي .

ټول خلک د الوګانو چیپس او دغه راز پراټې ډيرې خوښوي .

د یادولو وړ ده چې الو نه یوازې ډیر خوند کوي بلکې هغه د  نظافت او صفايي لپاره هم ډیره ګټه لري .

شیشه :-

که چیرې تاسو عینک اچوئ، نو پوهیږئ کله چې د عینکو شیشې ګنده شي نو څومره پریشاني لري په تیره بیا چې کله مو ماسک اچولی وي نو اکثره داسې کیږي .

شکر دی چې له دغه کار څخه بچ کیدل اسان دي په خپلو عینکو باندې لږ شان الو ومښئ او په الو کښې موجوده نشاسته د تاسو د عینکو په شیشو باندې دوړه او خاوره نه پریږدي .

()

زنګ:

له زنګ څخه بچ کیدل کوم اسان کار نه دی ، تاسو زنګ وهلی چاقو او قینچي په الو سره پاکولای شئ .

تاسو الو په مینځ کښې غوڅ کړئ او ورباندې لږ شان د لوخو د وینځلو صابن یا د پخلي والا سوډا واچوئ او بیا یې په الو باندې ووهئ تر څو چې په کامل ډول ختم نه وي او بیا یې په ښه ډول په اوبو سره ووینځئ او  وچ یې کړئ .

()

الو پیتل یا ګیلټ ځلوي :

په الوګانو کښې ډیره زیاته نشاسته وي کوم چې د پیتلو او د ګیلټو جوړ شیان ځلوي او په هغوې باندې داغونه ختموي .

د پیتلو او د ګیلټو دغه جوړ لوخي باید یو ساعت په اوبو کښې کیږدوئ او کله چې هغه وچ کړئ نو الو ورباندې ومښئ او بیا به وګورئ چې لوځي څرنګه ځلیږي .

()

کوچنی داغ ختموي :

په غوړ داغ باندې نیم الو ومښئ او دغه داغ ختمیدلی شي .

د داغ په کامل ډول د ختمولو لپاره باید دغه کار څو ځله تکرار کړئ .