د انګلستان ښاریز په سلګونو سایکلونه غلا کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114068-د_انګلستان_ښاریز_په_سلګونو_سایکلونه_غلا_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا هیواد کښې یوه سړي دومره ډير سایکلونه غلا کړي دي چې پټ ساتل ورته ګران شوي او دغه سایکلونه اوس په ګوګل میپ نفشې باندې هم په اسانۍ سره لیدل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2022 07:44 Asia/Kabul
  • د انګلستان ښاریز په سلګونو سایکلونه غلا کړي دي

زمونږ خبریال وايي په بریتانیا هیواد کښې یوه سړي دومره ډير سایکلونه غلا کړي دي چې پټ ساتل ورته ګران شوي او دغه سایکلونه اوس په ګوګل میپ نفشې باندې هم په اسانۍ سره لیدل کیږي .

د انګلستان په کاونټي اکسفورډ شائر سیمه  کښې پولیس د دغه سړي پرضد د څه د پاسه پینځه سوه سایکلونو د غلا کولو په هکله تحقیقات ترسره کوي .

د بریتانیا دغه ښاریز دغه سایکلونه د کور په شا برخه کښې کیښودلي دي .

د انګلستان دغه څلورپنځوس کلن سړی هغه وخت ونیول شو کله چې دغه شکایت ترلاسه شو چې د هغه د کور په شاته برخه کښې ګڼ شمیر سایکلان شته چیرې چې ډیر زیات موږکان شته او دغه کور اوس د  شاوخوا خلکو لپاره په مشکل بدل شوی دی .

کله چې د انګلستان پولیس د دغه غله کور ته ورسیدل نو داسې فکر یې کاوه چې یوازې څو سایکلونه به وي خو داسې نه وه بلکې هلته په لسګونو نه بلکې څه د پاسه پینځه سوه سایکلونه وو .

د بریتانیا پولیسو وویل دغه انګریز غله دغه سایکلان په پینځو کلونو کښې غلا کړي دي او دغه سایکلان اوس په ګوګل ارتهه میپ باندې هم په اسانۍ سره لیدل کیږي .