روسیه به زر په اوکراین کښې هدفونه ترلاسه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114306-روسیه_به_زر_په_اوکراین_کښې_هدفونه_ترلاسه_کړي
زمونږ خبریال وايي روسیې وویل چې ماسکو به په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو ټول هدفونه ترلاسه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2022 06:17 Asia/Kabul
  • روسیه به زر په اوکراین کښې هدفونه ترلاسه کړي

زمونږ خبریال وايي روسیې وویل چې ماسکو به په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو ټول هدفونه ترلاسه کړي .

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا هیله شته او امریکا وغواړي او که ونه غواړي زر یا په ځنډ سره به اروپا هم له روسیې سره خبرې وکړي .

هغه وویل په تاریخ کښې له روسیې څخه په بل هیڅ هیواد باندې دومره زیات بایکاټونه نه دي لګول شوي او زیاته یې کړه د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو بایکاټونه به په ډالر او یورو کرنسیو باندې اعتماد ډیر کم کړي .

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل ماسکو به په ګازو سربیره د نورو صادراتي شیانو لپاره هم په روبل کرنسیو کښې د پیسو غوښتنه وکړي .

بل خبر دا چې په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل په «بوچا» سیمه کښې د ملګي وکړو وژله د اوکراین د ځواکونو د حملې په وجه وه خو د کي یف چارواکي ماسکو د دغه وژلې عامل ګڼي .

هغه وویل د روسیې د عسکرو له وتلو وروسته د  اوکراین ځواکونو په بوچا ښار د توپونو ډزې پیل کړې او واشنګټن په قصدي ډول دغه حقیقت پټوي .

په امریکا  کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل کي یف هڅه کوي د خپلو ټولو نا سمو کارونو ګرمتوب په روسیې ورواچوي په داسې حال کښې چې د روسیې پوځيانوځايي وسیدونکو ته د څه د پاسه څلورسوه(۴۰۰) ټنه بشري مرستو په ورکولو سره د بوچا ښار د خلکو ملاتړ وکړ .

هغه وویل د بوچا ښار تر هغه وخته چې د روسیې د عسکرو په لاس کښې وو هلته هیڅ ملکي وګړي ته تاوان ونه رسید .