ایران په تېره اوونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177340-ایران_په_تېره_اوونۍ_کې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په تلویزیوني ځانګړې خبري خپرونه کې د ګډون پر مهال د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌اي او همدارنګه د انقلاب د ټولو شهیدانو، له پوهانو نیولې تر زده‌کوونکو، د دولت د شهیدانو، شهید رجایي او شهید باهنر، او د وروستیو دوو جګړو د شهیدانو یاد او نوم ته درناوی وکړ.
(last modified 2026-08-29T08:03:52+00:00 )
Aug 29, 2026 12:28 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په تلویزیوني ځانګړې خبري خپرونه کې د ګډون پر مهال د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌اي او همدارنګه د انقلاب د ټولو شهیدانو، له پوهانو نیولې تر زده‌کوونکو، د دولت د شهیدانو، شهید رجایي او شهید باهنر، او د وروستیو دوو جګړو د شهیدانو یاد او نوم ته درناوی وکړ.

هغه ټینګار وکړ: که نن موږ دې ځای ته رسېدلي یو، د هغه یووالي او کوټلتیا له امله دی چي په مونږ کې موجود دي. که دا یووالی او کوټلتیا نه وای، دښمن به خپلو شومو موخو ته رسېدلی وای. باید  د خپل داخلي یووالی او کوټلتیا درناوی وکړو او هڅه وکړو چې دا یووالی وساتو.

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې ټول کورني او نړیوال کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام‌آباد په تفاهم کې ایران اصلي ګټونکی دی. هغه وویل: هغه تفاهم او توافق چې د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې ترلاسه شو، یوه ستره او استثنايي لاسته راوړنه وه.

«مسعود پزشکیان» د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، په تهران کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» سره په لیدنه کې وویل: ایران او قطر دوه دوست او ورور هېوادونه دي او رامنځته شوې ستونزې د تفاهم له لارې حل کېدای شي.

د ایران ولسمشر وویل چې امریکا او صهیونیستي رژیم په سیمه کې د ارامښت غوښتونکي نه دي، او څرګنده یې کړه چې ټاکل شوې وه ایران او قطر ګڼ ګډ اقدامات ترسره کړي، خو جګړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو د عملي کېدو او د اړیکو د پراختیا بهیر له ځنډ سره مخ کړ.

پزشکیان ټینګار وکړ: د صهیونیستي رژیم موخه دا ده چې د مسلمانانو ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټینګېدو مخه ونیسي.

هغه په ایران باندې د امریکا بریدونه د نړیوالو حقوقو له ټولو اصولو سره په ټکر کې وبلل او ویې ویل: ایران د جګړې غوښتونکی نه و، نه دی او نه به وي؛ خو د زور زیاتي پر وړاندې به هم سر ټیټ نه کړي. مقابل لوري باید د ایران د ملت ټول حقوق په ټولو برخو کې او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په رسمیت وپېژني؛ ایران له خپلو قانوني حقونو څخه زیاته غوښتنه نه کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم په دې لیدنه کې وویل: قطر غواړي په سیمه کې ثبات بېرته ټینګ شي او د سیمې هېوادونو پر لور د ایران پرانیستی لاس او د امنیت او ارامښت د تأمین لپاره د ایران هڅې په ښه توګه ویني.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر،«شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني»،  چې تهران ته یې سفر کړی، د ایران د اسلامي شورا له رئیس «محمد باقر قالیباف» سره وکتل او خبرې یې وکړې.

قالیباف په دې لیدنه کې د امریکا له لوري د اسلام‌اباد له تفاهم‌لیک څخه سرغړونو ته په اشارې سره وویل: د ټرمپ حکومت د ناسم معلوماتو پر بنسټ ناسمې پرېکړې کوي او د دغو ناسمو محاسبو له امله نه یوازې د امریکا مالي، پوځي او بشري سرچینې او د سیمې راتلونکی له منځه وړي، بلکې د ایران د ملت ګټې هم په نښه کوي او په سیمه کې د اوږدمهاله ناامنۍ لامل کېږي.

د ایران د اسلامي شورا رئیس د امریکا د دښمنۍ نوې بېلګه د ایران پر ضد د اقتصادي محاصرې طرحه وبلله او ویې ویل: دا امریکايي طرحه به هم بې پایلې وي او د ایران ملت به په عزتمندانه توګه خپل حقوق بېرته ترلاسه کړي؛ دا امریکا ده چې باید هغه شرطونه عملي کړي چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې یې ورباندې ژمنه کړې ده.

شیخ آل ثاني هم په دې لیدنه کې د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ په اړه د ایران او عمان د تفاهم هرکلی وکړ او ویې ویل: د سیاسي بدلونونو بهیر کولی شي په سیمه کې د ثبات په بېرته ټینګښت کې مرسته وکړي.

ډګر جنرال محسن رضایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي، له المیادین تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: د هرمز تنګي پرانیستل د لبنان او غزې د جګړو له پای ته رسېدو سره تړاو لري او بیروت او د هغه جنوبي څنډې  زمونږ لپاره «سره کرښه» ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ چې تهران د لبنان امنیت د ټولې لوېدیځې اسیا د امنیت یوه برخه بولي. هغه په لبنان، غزه او سوریه کې د جګړو او پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په یوه ډګر کې د کړکېچ دوام، له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه د سیمې پر ټولو هېوادونو اغېز کوي.

جنرال محسن رضایي وویل چې له امریکا سره په هر ډول تفاهم کې د ایران له شرطونو څخه یو شرط په لوېدیځه اسیا کې په ځانګړي ډول په لبنان کې، د جنګ درول او له هغو لبناني سیمو څخه د صهیونیستي رژیم وتل دي چې اشغال کړي دي. هغه همداراز په غزه کې د جګړې پای ته رسول او پر سوریې د صهیونیستي رژیم د بریدونو درول هم د ایران له شرطونو وبلل.

«سید عباس عراقچي»، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي وحدت د ۴۰م نړیوال کنفرانس له مېلمنو سره د نظر د تبادلې په غونډه کې، د انقلاب د رهبر د شهادت په اړه وویل: د انقلاب رهبر له ۷۰ کلونو بې‌تمې او نه ستړې کېدونکو مبارزو وروسته د شهادت وړ و؛ خو موږ یې لاملین نه بخښو، نه به یې هېر کړو او د هغه د وینې د غچ اخیستنې غورځنګ به حتماً دوام ومومي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې په هیوادونو د وروستۍ جګړې پایلو ته په اشارې سره وویل: د دې جګړې له مهمو پایلو څخه یوه دا وه چې د سیمې هېوادونه پوه شول چې د دوی په خاوره کې امریکايي پوځي اډې نه شي کولی د هغوی امنیت تأمین کړي، او دا هم ورته څرګنده شوه چې امریکا تر هر څه وړاندې د صهیونیستي رژیم د ملاتړ په لټه کې ده، نه د هغوی د دفاع.

عراقچي ټینګار وکړ: امریکا د ایران د توغندیو پر وړاندې بې‌وسه پاتې شوه او د سیمې پر امریکايي اډو د توغندیو د لګېدو انځورونو وښودله چې هغوی له ایراني توغندیو سره د مقابلې توان نه لري.

«شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني»، د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر چې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د سلا مشورو لپاره تهران ته تللی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «سید عباس عراقچي»، سره وکتل او خبرې یې وکړې.

عراقچي په دې لیدنه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د دوامدار رول له امله د کړکېچ د کمولو لپاره د هڅو هرکلی وکړ او ویې ویل: اوسنی وضعیت په بشپړه توګه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي یرغل، او همداراز د امریکا د لاسوهنو او ناقانونه اقداماتو، په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې او اقتصادي ترهګرۍ، پایله ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا په اړه د ایران اصولي دریځ ته په اشارې سره، وویل، د سیمه‌ییزو امنیتي جوړښتونو د رامنځته کولو لپاره چې له بهرنیو لاسوهنو څخه خپلواک وي، باید د سیمې ټول هېوادونه د ښه ګاونډیتوب اصل ته ژمن پاتې شي او امریکا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له خاورو او امکاناتو څخه د ایران پر وړاندې د یرغلګرو اقداماتو او اقتصادي جګړې د چمتو کولو او ترسره کولو لپاره کار واخلي.

عراقچي همداراز د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د پوځي یرغل له امله پر هرمز تنګي تپل شوې ناامنۍ ته په اشارې، چې له بده مرغه د سیمې د ځینو هېوادونو په ملتیا او همکارۍ ترسره شوه، وویل: نه شو کولای چي د موجوده واقعیتونو، جنایاتو او ایران ته د اوښتیو زیانونو په نظر کې نیولو پرته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې مخکې حالاتو ته د ستنېدو په هکله خبري وکړو.

له موجودو واقعیتونو او همداراز پر ایران د اوښتو زیانونو او تر سره شویو جنایاتو له کتو پرته، د ۱۴۰۴ کال د کب له ۹مې نېټې مخکې وضعیت د بېرته ستنېدو په اړه خبرې نه شو کولای.

عراقچي ټینګار وکړ: ایران د جګړې د پای ته رسولو د تفاهم له مخې، په ښه نیت د تفاهم د پنځم بند په ګډون د خپلو ژمنو په عملي کولو بوخت و؛ خو امریکا د ژمنې په ماتولو سره د تفاهم د پلي کېدو بهیر ګډوډ کړ او په دې وروستیو کې یې د اقتصادي ترهګرۍ د نوې څپې په اعلانولو سره له ایران او د دغه هېواد له ملت سره خپله دښمني نوره هم ښکاره کړه.

عراقچي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ملي ګټو او امنیت د تعقیب په برخه کې هوډمن او ثابت‌قدم دی او له خپل ملي حاکمیت او ګټو څخه د دفاع لپاره به له ټولو شته ظرفیتونو څخه کار واخلي.

په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمې د امنیت او ثبات د ساتنې په اړه د خپل هېواد دریځ ته په اشارې سره، د کړکېچ او ناامنۍ د کمولو لپاره د مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران پر وړاندې د امریکا د تحریمي سیاستونو په غندلو سره ویلي: د واشنګټن یو اړخیز بندیزونه ناقانونه اقدام او د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال بشري حقونو او بشري حقونو نقض دی؛ له همدې امله ټول هېوادونه مکلف دي چې د دغو بندیزونو له پلي کولو ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي: د «اقتصادي انزوا» په نوم عملیات په خپله د هغو کسانو د مجرمانه نیت څرګندونه کوي چې دغه عملیات یې طرحه او پلي کړي، څو پر ایراني خلکو درد او کړاو وتپي او ایراني وګړي له خپلو بنسټیزو بشري حقونو څخه محروم کړي؛ له همدې امله دا اقدام یو نړیوال جنایت او د بشریت پر وړاندې جنایت بلل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دوام کې ویلي: دغه سیاست د بشري حقونو په اعلامیه او نړیوالو میثاقونو کې د درج شوو بنسټیزو بشري حقونو له قواعدو څخه ښکاره سرغړونه ده او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال منشور د لومړۍ مادې له دویم بند سره هم په ټکر کې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ټینګار کړی: د ایران پر وړاندې د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو په پلي کولو کې ګډون، پر خپلواکو هېوادونو د یوه دولت د ناقانونه ارادې د تپلو او د هغوی د مشروع اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ګډوډولو په برخه کې له دښمن سره د همکارۍ په معنا دی. دا کار د ملګرو ملتونو د منشور د تر ټولو مهم اصل، یعنې د هېوادونو د «حاکمیتي برابرۍ د درناوي»، په له منځه وړلو کې د ګډون معنا هم لري.