ساینس پوهان هڅه کوي د انسان عمر۱۵۰کلونو ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114362-ساینس_پوهان_هڅه_کوي_د_انسان_عمر۱۵۰کلونو_ته_ورسوي
زمونږ خبریال وايي په یوه نوي ترسره شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې انسان تر یوسل پنځوسو(۱۵۰) کلونو پورې ژوندی پاتې کیدلی شي او ساینس پوهان اوس کوشش کوي چې دغه کار مکمن کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2022 08:12 Asia/Kabul
  • ساینس پوهان هڅه کوي د انسان عمر۱۵۰کلونو ته ورسوي

زمونږ خبریال وايي په یوه نوي ترسره شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې انسان تر یوسل پنځوسو(۱۵۰) کلونو پورې ژوندی پاتې کیدلی شي او ساینس پوهان اوس کوشش کوي چې دغه کار مکمن کړي .

د هارورډ پوهنتون صلاحیت لرونکي کسان، بائیو هیکران او نورو ساینس پوهان داسې طریقې لټوي چې یوسل پنځوسو(۱۵۰) کلونو ته د انسانانو د عمر په رسولو سره  کورونا ناروغۍ هم په کامل ډول له مینځه یوسي .

که څه هم تراوسه په ټوله دنیا کښې تر یوسل دوه ویشتو کلونو پورې د ژوندي پاتې کیدا کسانو کوم ثبوت او مورد نه د پيژندل شوی خو په نړۍ کښې یو داسې سړی شته چې عمر یې یوسل نولسو (۱۱۹)کلونو ته په رسیدا دی .

محققان وايي چې د اویا زرو(۷۰۰۰۰) کسانو چې عمرونه یې پینځه اتیا (۸۵)کلونه وو معاینې وشوې او په دوې کښې له ناروغۍ سره مقاومت او د زړه حالت وښودله چې د انسان د ژوندي پاتې کیدا حد له سلو(۱۰۰) کلونو څخه تر یوسلو پنځوسو(۱۵۰) کلونو په مینځ کښې دی .