دیوکرین د جنګ د اقتصادي پاییلو په اړه خبرداري
په دې ډول چی د نړۍ په ډیرو سیمو کې به د بیکارۍ او ګرانۍ اندازه ډیره زیاته شی .
د اوکراین د جنګ په دوام سره په نړۍ کې خوراکی امنیت سخت ګډوډ شوې دې . په دې ډول چی د نړیوالو اورګانونو چارواکیو په مختلفو هیوادونو کې د خوړو د تامینولو په برخه کې د اقتصادي پاییلو په اړه خبرداری ورکړی دی . نړیوال بانک په یوه راپور کې وویل په اوکراین کې جنګ د پراختیایی سیمو اقتصادی لرلید کم کړې دې او د دغو سیمو د اوسیدونکیو لپاره به نوره بې وزلۍ ولرلې شی .
د نړیوالوحسابونو د تسویه بانک مشر هم وویل له روسیې او چین سره د لویدیځ د اړیکو خرابیدا دنیا د ګرانۍ او لوړ بانکی سود له نوی پړاو سره مخامخوی .
د نړي د خوړو سیسټم چی په وروستیو دو کلونو کې د کرونا او اب و هوا د بدلونونو له امله ګډوډ شوی اوس هم د اوکراین د جمګ تر اغیز لاندې ورغلې دې .دخپرو شویو شمیرنو له مخې روسیه او اوکراین د کرهڼریزو محصولاتوتجارت ، تولید يه زمینه کې پام وړ ونډه لري اوس د جنګ په سختیدا سره د تولید او صادراتو څرخه ګډه وډه شوی ده . هغه موضوع چی ډیرې اندیښنې یې رامینځته کوی دي
د یوکرین جنګ د غنمو ، اوربشو ، جوارو او خوراکی تیلو د بیو ریاتیدا ته په پام سره چی د دغو دواړو هیوادونو د صادراتی محصولاتو برخه دي ، سبب شوی چی له جنګه وروسته د خوراکی موادو که هغه داخلی وی که بهرنی ، بیې خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دي او اسو د کود د بیې د زیاتیدا په دلیل په درسته نړۍ کې په راتلونکیوفصلونو کې د اساسی محصولاتو د اخیستلو له وضعیت ښکاره انځور وجود نلری .
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایی مدیر ډیویډ بیسلی په دې زمنیه کې وویل مونږه په راتلونکیو میاشتو کې یوې غمیزې راتلو ته پام کوو .
دغه شرایط د کمزورو هیوادونو لپاره له سخت وی . په دې لړ کې ګارډین ولیکل د روسیې او یوکرین جنګ لرلید د ارام سمندر او اسیا په ختیځ کې د پراختیایی هیوادونو اقتصادی لرلید کم کړی دی . هغه وضعیت چی په دغو سیمو کې د کمې ودې او زیاتې بې وزلۍ په معنا وی . افریقایی او لاتینې امریکا هیوادونه هم له دغې چارې مستثنی ندي او د دې ویره شته چی په دغو کې ډیر هیوادونه له کاختۍ او لوږې سره مامخ دي .
د خوړو په تامینولو کې پر مشکلاتو سربیره اټکل کیږی د شغلی موقعیتونو په شمول اقتصادی مشکلات هم د اوسنیو شرایطو تر اغیز لاندې ورشي .
په دې ډول چی د نړۍ په ډیرو سیمو کې به د بیکارۍ او ګرانۍ اندازه ډیره زیاته شی . د خپرو شویو شمیرنو په اساس د انرژۍ او خوړو د بیو اوج ته رسیدا سبب شوی ده چی د پرمختللیو هیوادونو کابو ۶۰ فیصده د تیرکال په نسبت ۵ فیصده زیاته ګراني درلودلی ده چی د ۱۹۸۰ لسیزې له وروستیو تر ټولو زیاته اندازه ده .
اټکلونه په امریکا کې د ۴.۵ فیصدی او په زیاتره اروپایی هیوادونو کې ۳.۵ فیصده ګرانۍ زیاتیدا ښودنه کوي .
د انرژۍ ، شیانو او خوړو د بیو د زیاتیدا دوام ، د نړۍ لپاره جدی چیلنج دې . داسې ښکاری د جنګ د دوام په بڼه کې به اقتصادی کړکیچ د نړۍ په تمه وی ، داسې بحران چی د روسیې پرضد د لویدیځ په اقداماتو او له یوکرین په تسلیحاتی ملاتړونو سره لنډ مهاله نه وی .
پای