فرانسه کښې جعلي ډاکټره نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114546-فرانسه_کښې_جعلي_ډاکټره_نیول_شوي
زمونږ خبریال وايي په فرانسې کښې یوه داسې جعلي ډاکټره نیول شوي ده چې درې کاله یې د خلکو له ژوند سره لوبې کړي دي او همدا اوس ورته د دوو کالو د قید سزا اورول شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2022 09:47 Asia/Kabul
  • فرانسه کښې جعلي ډاکټره نیول شوي

زمونږ خبریال وايي په فرانسې کښې یوه داسې جعلي ډاکټره نیول شوي ده چې درې کاله یې د خلکو له ژوند سره لوبې کړي دي او همدا اوس ورته د دوو کالو د قید سزا اورول شوي ده .

د فرانسې په شمال کښې یودیرش(۳۱) کلنې  میرمنې سونیا په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د ځان په ډاکټر بللو سره د خلکو درملنه پیل کړي وه او دغه میرمنې په خپل ژوند کښې هیڅکله طبي زده کړې نه دي کړي .

د فرانسې دغه میرمنې د جائیداد په برخه کښې د پوهنتون یو سند لري .

د فرانسې دغه میرمنې یودیرش کلنې سونیا د جائیداد او د ځمکو کاروبار ته د ننوتلو پرځاې د ډاکټرۍ ګټورې پیشې او کار ته د ورننوتلو فیصله وکړه .

د فرانسې دغه میرمنې د فیکلټي اف سټراسبورګ د جعلي ډيپلومې پراساس یوشمیر سندونه ترلاسه کړل چې پکښې د بورډ اف دي ارډر اف فزیشنز جعلي سندونه  هم پکښې شته .

د فرانسې دغه میرمنې نه یوازې په دغو جعلي سندونو باندې حکومتي کار ترلاسه کړ بلکې درې کاله یې د ناروغانو درملنه کوله او په دې وخت کښې هیڅ چا دغه چارې ته فکر ونکړ چې هغه د ډاکټرۍ کولو وړتیا نلري .