امریکا د اوکراین د جنګ د زیاتیدا ادعا وکړه
زمونږ خبریال وايي د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د اوکراین د جنګ په هکله نوي ادعا وکړه .
پینټاګان ادعا وکړه د اوکراین په ختیځ باندې د روسیې د عسکرو په تمرکز سره هیله کیږي په راتلونکو ورځو کښې په دغه سیمه کښې سخت جنګ پیل شي .
د امریکا دفاع وزارت دغه راز ادعا وکړه احتمالا روسیه په اوکراین کښې د جنګ لپاره د شپیتو زرو (۶۰۰۰۰) ځواکونو د جذبولو هڅه کوي .
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له تیرو څو کلونو راهسې د اوکراین د حکومت ډیر مالي او پوځي ملاتړونه کړي دي او په اوکراین کښې د جنګ له پیلیدا وروسته یې هم دغه جنګ ته د ګوډاګیانو او داعش ډلې د غړیو د استولو په ترڅ کښې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .
دغه راز د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په اوکراین کښې د جنګ د سختیدا ادعا وکړه .
همدا اوس د اوکراین د جنګ یوه میاشت تیریږي او تراوسه پینځویشتو(۲۵) هیوادونو اوکراین ته بیلابیلې پوځي وسلې او تجهیزات استولي دي .
روسیې ویلي دي چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .
د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ ادعا وکړه د اوکراین جنګ خطرناک پړاو ته رسیدلی چې شاید څو کاله دوام ولري .
امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونه او دغه اروپايي اتحادیه غواړي چې د اوکراین جنګ اوږد شي چې د روسیې اقتصاد ته زیات تاوان ورسیږي او دغه هیوادونه دغه راز کوشش کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له واک څخه لیرې کړي .