کله نه کله ناخوښه پیښه د خوشبختۍ سبب کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114634-کله_نه_کله_ناخوښه_پیښه_د_خوشبختۍ_سبب_کیږي
زمونږ خبریال وايي یقینا دغه خبره به د ټولو خلکو لپاره د باور وړ نه وي چې په امریکا کښې یوه ښځه د یوې غلطۍ په وجه ډیره شتمنه شوه ، خو په حقیقت کښې داسې کار شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2022 10:48 Asia/Kabul
  • کله نه کله ناخوښه پیښه د خوشبختۍ سبب کیږي

زمونږ خبریال وايي یقینا دغه خبره به د ټولو خلکو لپاره د باور وړ نه وي چې په امریکا کښې یوه ښځه د یوې غلطۍ په وجه ډیره شتمنه شوه ، خو په حقیقت کښې داسې کار شوی دی .

د انسانانو په ژوند کښې کله نه کله ناخوښې پیښې د هغوې لپاره د خوش قسمتۍ سبب کیدلای شي .

په امریکا کښې بیخې همداسې یوه پیښه له یوې ښځې سره شوي ده .

د امریکا یو سړی له یوې میرمنې سره ناڅاپه جنګیږي او په دې وخت کښې میرمنه د ماشین یو غلط بټن وهي او له کبله یې دغه میرمنې په میلیونونو ډالره ګټي .

د امریکا په لاس انجلس کښې یوه میرمن «لاکویډرا ایډورډز »تیر کال په پاورل بال جیک پاټ نومي لاټرۍ کښې خپل قسمت ازمايي او هلته یو بد خویه سړی سره ټیله وهي .

څرنګه چې دغه بد اخلاقه کسان له دغه میرمنې سره ټيل وهي نو میرمنه د ماشین یو غلط بټن وهي خو دغه غلط بټن د میرمنې د خوش قسمتۍ سبب ګرځي ځکه چې د دغه ماشین د بټن د وهلو په وجه دغه میرمن د لسو (۱۰)میلیونو ډالرو خاونده کیږي .

د امریکا دغه میرمین له سکریچ کارډ څخه کارت اخیست او د غلط بټن د وهلو په وجه هغې د دیرشو ډالرو سکریچ کارډ واخیست او ښځه په دغه کار غصه شوه ځکه چې هغې دومره ګرانبیه لاټري نه اخیستله .

د امریکا دغه میرمن چې کله له مارکیټ څخه بهر لاړه او په خپل ګاډي کښې په کیناستلو سره د سکریچ کارت یعني د قرعه انداز نمرې ولیدلې نو ورته پته ولګیدله چې د یوه غلط بټن د وهلو په وجه ورته لس میلیونه ډالره انعام وتلی دی .