بریتانیا کښې یوه بوټي ۱۲۰۰ سره بانجان نیولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114806-بریتانیا_کښې_یوه_بوټي_۱۲۰۰_سره_بانجان_نیولي_دي
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا په هرټ فورډشایر سیمه کښې یوه کروندګر په یوه بوټي کښې د زرګونو ټماټرو یعني سرو بانجانو په راټوکولو سره د ګینیز بک اف ورلډ نوی ریکارډ جوړ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 03:30 Asia/Kabul
  • بریتانیا کښې یوه بوټي ۱۲۰۰ سره بانجان نیولي دي

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا په هرټ فورډشایر سیمه کښې یوه کروندګر په یوه بوټي کښې د زرګونو ټماټرو یعني سرو بانجانو په راټوکولو سره د ګینیز بک اف ورلډ نوی ریکارډ جوړ کړی دی .

د انګلستان ښاریز ډکلس اسمیت د نوي ریکارډ په ماتولو کښې بریالی شوی دی کوم چې له لسو کلونو راهسې د هر چا لپاره مشکل وو چې هغه مات کړي .

د انګلستان دغه ښاریز ډګلس اسمیت وویل چې ما تیر میلادي کال په خپلې ګل خانې کښې یو داسې بوټی درلود چې اته سوه نهه دیرش(۸۳۹) سره بانجان یې نیولي وو او اوس ما په یوه بوټي کښې د دولس سوه نهه شپیته(۱۲۶۹) ټماټرو په راټوکولو سره نوی ریکارډ جوړ کړی دی .

هغه وویل ما د دغه ریکارډ د جوړلو لپاره څو کلونه سخت محنت وکړ .