د امریکا ښاریزه د ماشومانو نومونه انتخابوي او ډیر ‌ډالر ګټي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114904-د_امریکا_ښاریزه_د_ماشومانو_نومونه_انتخابوي_او_ډیر_ډالر_ګټي
زمونږ خبریال وايي د ماشومانو د ساتلو او هغوې ته د زده کړې په هکله به تاسو ډیرې خبرې اوریدلي وي خو د ماشومانو د نومونو د کیښودلو د حرفه ای خدماتو د ترلاسه کولو په هکله به مو ډیرې کمې خبرې اوریدلي وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • د امریکا ښاریزه د ماشومانو نومونه انتخابوي او ډیر ‌ډالر ګټي

زمونږ خبریال وايي د ماشومانو د ساتلو او هغوې ته د زده کړې په هکله به تاسو ډیرې خبرې اوریدلي وي خو د ماشومانو د نومونو د کیښودلو د حرفه ای خدماتو د ترلاسه کولو په هکله به مو ډیرې کمې خبرې اوریدلي وي .

د امریکا په نیویارک ښار کښې درې دیرش (۳۳) کلنه میرمن  ټیلر همفرې د ماشومانو د نومونو د کیښودلو حرفه لري او هغه د ماشومانو نومونه د هغوې د شخصیت ، د کورنۍ د زمینې او د نورو عواملو پراساس په  کیښودلو سره له کورنیو څخه ډیر ډالر ترلاسه کوي .

د امریکا د ښاریزې میرمن  ټیلر همفرې عاید او ګوزاره د ماشومانو د نومونو د کیښودلو په وسیله کیږي او هغه هره ورځ له  پینځلس سوه(۱۵۰۰) ډالرو  څخه تر لس زره(۱۰۰۰۰) ډالرو پورې ترلاسه کوي .

د امریکا د دغه ښاریز د کار پیلیدل په یوه ټیلي فون سره ترسره کیږي او هغه خلکو ته یو فهرست ورکوي  چې پکښې دودیز نومونه لیکل شوي وي او ورسره یوه فرمه(form) هم وي چې پکښې پوښتنې شوي وي او خلک باید هغو ته ځوابونه ورکړي .

په دغه فرمې کښې یو انتخاب وي چې پکښې جینټیکي تحقیق ، برانډ او د کورنۍ د کاروبار په شمول  شیان شامل دي .

د کورنۍ لخوا د دغه فرمې له ډکولو وروسته د امریکا دغه میرمنه د ماشوم نوم انتخابوي او د دغه نوم د انتخابولو لپاره هغه ډالر اخلي .