د دنیا تر ټولو ګرانبیه هندواڼه څومره بیه لري ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114938-د_دنیا_تر_ټولو_ګرانبیه_هندواڼه_څومره_بیه_لري
زمونږ خبریال وايي په ټوله نړۍ کښې د هندواڼو (Watermelon)څه د پاسه دولس سوه (۱۲۰۰) ډولونه دي او په دغو دولس سوه(۱۲۰۰) ډولونو کښې یوه ډینسک نومې هندواڼه ډیره زیاته بیه لري او خلک یې ډیره خوښوي هم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2022 07:54 Asia/Kabul
  • د دنیا تر ټولو ګرانبیه هندواڼه څومره بیه لري ؟

زمونږ خبریال وايي په ټوله نړۍ کښې د هندواڼو (Watermelon)څه د پاسه دولس سوه (۱۲۰۰) ډولونه دي او په دغو دولس سوه(۱۲۰۰) ډولونو کښې یوه ډینسک نومې هندواڼه ډیره زیاته بیه لري او خلک یې ډیره خوښوي هم .

دغه هندواڼه په محدود ډول د جاپان په شمال کښې په هوکایډو جزیرې کښې کرل کیږي او په دغه سیمه کښې هرکال کابو سل(۱۰۰) هندواڼې راټوکیږي .

ډینسک د نړۍ تر ټولو نایابه هندواڼه بلل کیږي او  دا داسې میوه نه ده چې تاسو یې په هکله داسې هیله وکړئ چئ هغه به په کوم مارکیټ یا دکان کښې ملاو شي ، بلکې د دغه هندوانې څو دانۍ هرکال د بولې لپاره راوړل کیږي او کوم کس چې زیاتې پیسې او بولې ورکړي نو دغه هندواڼه اخیستلی شي .

د جاپان د دغه هندواڼې بیه له سلګونو ډالرو څخه تر زرګونو ډالرو پورې وي .

په دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال کښې په  تاریخ کښې  د ډینسک هندواڼه په شپږ زره(۶۰۰۰) ډالرو خرڅه شوي وه .

خو په تیرو دوو(۲) کلونو کښې د کورونا ویروس له کبله د ډینسک هندواڼې په خرڅون کښې کموالی راغلی دی خو اوس هم دغه تورنه هندواڼه په ډیره لوړه بیه خرڅیږي .