جاپان کښې د لیکوالانو لپاره عجیبه ځای جوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115026-جاپان_کښې_د_لیکوالانو_لپاره_عجیبه_ځای_جوړ_شوی
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې د زیاتو مصروفو لیکوالانو لپاره یوه(۱) عجیبه کیفې ټیریا (Cafeteria) جوړه کړې شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 01:55 Asia/Kabul
  • جاپان کښې د لیکوالانو لپاره عجیبه ځای جوړ شوی

زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې د زیاتو مصروفو لیکوالانو لپاره یوه(۱) عجیبه کیفې ټیریا (Cafeteria) جوړه کړې شوي ده .

د جاپان په پلازمینې ټوکیو کښې په یوې سیمې «کوئنجي» کښې یوه داسې کیفې ټیریا جوړه کړې شوي ده چې نوم یې د لیکوالانو کیفې ټیریا کیښودل شوی دی .

په دغه کیفې ټیریا کښې یوازې هغه خلک پریښودل کیږي چې په  لیکنې بوخت وي او هغه په کم وخت کښې بشپړول غواړي .

د جاپان دغه کیفې ټيریا د مصروفو لیکوالانو د هڅولو لپاره په ټاکلي وخت کښې د هغوې د  کار په ختمولو کښې د مرستې لپاره جوړه شوي ده او د لیکوالانو د ارام پوره پوره خیال ساتي .

د جاپان د دغه کیفې ټیریا مالک« ټاکویا کوايي » وايي دغه کیفې ټیریا ته یوازې هغه لیکوالان وربلل کیږي چې په کم وخت کښې زیات لیکل کوي او د دغه کیفې ټيریا چاپیریال ډیر ارامه او سنجیده دی او هلته لیکوالان په پوره توجه سره خپل کار په ټاکلي وخت کښې د ختمولو لپاره ورځي .

دغه کیفي ټیریا څو ورځې کیږي چې خلاصه شوي ده او هلته د  نیم ساعت کرایه یو ډالر او دوه دیرش سینټه ده .

په دغه کیفې ټیریا کښې د کامپیوټر میزونه ، مفت وايي فايي ، چای ، کافي او اوبه ملاویږي .

په دې سربیره که چیرې کوم لیکوال وغواړي نو له ځان سره ډوډۍ هم راوړلی شي .